تاند- د امریکا پوځ او دفاع (پینتاګون) وزارت وايي، په افغانستان کې درې امریکايي پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، دا درې تنه امریکايي پوځیان غزني ښار ته نژدې وژل شوي دي.
واشنګټن ایګزمینر ورځپاڼې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.
ورځپاڼه دغه راز وايي چې په دې پېښه کې یو امریکايي قراردادي هم ټپي شوی دی.
د وژل شویو کسانو نومونه به وروسته له دې اعلان شي چې د هغوی د کورنۍ غړیو ته خبر ورکړل شي.
پینتاګون نن /سې شنبه/ وویل چې د دغو پوځيانو له وژل کېدو سره سږ کال په بهر کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۸ تنو ته ورسېد.
د دې وزارت پر اساس په افغانستان کې سږ کال ټولټال ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي چې د هغو په منځ کې ۱۱ په جګړه کې د دښمن په ډزو او یا هم د نفوذي عناصرو له لوري وژل شوي دي.