تاند (شنبه، د قوس ۲۳) د غزني د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې د سیمه ییزې اردو تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني نن (شنبه) رسنیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالي په لېوني بازار کې د نوي تشکیل شوې سیمه ییزې اردو پر اډې برید وکړ او لږ ترلږه ۲۳ تنه یې ووژل.

کامراني همداراز وايي چې د سیمه ییزې اردو ۹ نور غړي بې درکه دي.

د ولایتي شورا یوه بل غړي، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې ۹ تنه بې درکه شوي کسان د طالبانو نفوذي عناصر دي.

کامراني وايي چې په اډه کې یو ټانک او نور وسایل ویجاړ شوي یا طالبانو له ځان سره وړي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په دې برید کې د سیمه ییزې اردو د ۹ غړیو وژل کېدا تاییدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *