ثابت لاروی – کابل مېشت لیکوال
ولمشر اشرف غني د مېزان په پنځمه غزني ولايت ته سفر وکړ. هلته يې خلکو ته وويل چې امريکا ته ځکه نه ولاړ چې غوښتل يې غزني ته راشي. دا بیخي یوه عوام فريبانه خبره وه ځکه لمړی خو د ملګرو ملتونو غونډه په کال کې یوځل دایرېږي او د هیوادونو مشران په خورا ستراتیژیکو مسائلو خبرې کوې چې دې غونډې ته نه تګ او په هغه کې فعاله ونډه نه اخیستل کېدای شي د غزني پېښو ته ورته د نورو ډېرو پېښو را مینځ ته کېدو لامل شي او دوهم دا چې غزني ته د سفر پرمهال د ملګرو ملتونو غونډه نږدې پای ته رسېدلې وه، غزني ته ولسمشر د کال په هر وخت کې سفر کولای شوای خو ملګرو ملتونو ته یې په کال کې یوازې همدا یو چانس وو. متاسفانه دا لمړی ځل ندی چې ولسمشر د عوامو تېر ایستنې لپاره داسې خبرې کوي.
ده په تېره يوه نيمه مياشت کې دويم وار په هغه ښار کې خلک په خبرو تېر ایستل چې د ده ناسم مديريت له کبله شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې سقوط شو. د غزني سقوط د ملي وحدت حکومت په تاريخ کې يوه شرموونکې پېښه وه. له دې کبله نه چې هلته مرګ ژوبله او ويجاړی ډېر شوی و، بلکې له دې کبله چې خپله اشرف غني د همدغه ښار له سقوط څخه د جګړې پر څلورمه شپه خبر شو.
ولسمشر ۲۷:۱۸ دقیقې وينا وکړه خو تر اخره پورې پکې داسې کومه خبره نه وه چې د غزني د خلکو لپاره نوې او هيله بښوونکې وي.
ده پخپلو خبرو کې له لوی درستيز او د کورنيو چارو وزارت له امنيتي معين څخه مننه وکړه. دا دواړه هغه کسان و چې غزنی سقوط وو خو دوی به خپله غني او رسنيو ته درواغ ويل. له والي يې هم مننه وکړه، په داسې حال کې چې والي د غزني د سقوط په ورځو کې په هند کې چکر واهه او د غزني تر سقوط وروسته يې هم حتی مسوليت و نه مانه. آښه مکافات او مجازات به دغسې ول ؟ د ولسمشر په خبرو کې يوه بله جالبه دا وه چې ويل يې: ((تشکر از قابله های غزنی))، موږ پوه نه شو چې د ده په وينا کې د قابلو ذکر له کومه شو او د کوم کار په بدل کې يې ورڅخه مننه وکړه ؟
د ولسمشر ټولې خبرې تر اخره پورې همداسې احساساتي، سرسري او نمایشي وې. په يوه خبره کې خندا، په بله کې چيغه، په بله کې احساسات او په پای کې يې د غزني پر خلکو دا احسان هم بار کړ چې د امريکا چکر يې ستاسې په خاطر پرېښود.
د غزني یوه اوسېدونکي په حیث غواړم چې د غزنیوالو پام دېته راواړوم چې ولسمشر غني ستاسې په خاطر له امريکا څخه نه دی پاتې شوی بلکې هلته ورسره چا نه ليدل. ده د امريکا په حکومت او نورو متحدينو کې ځانته جوړ کړی ځای او د پيسو په بدل کې راټول کړی محبوبيت اوس له لاسه ورکړی دی. حتی لابي کوونکي فورمونه او شرکتونه هم اوس نه شي کولای چې اشرف غني ته د پيسو په بدل کې د ګانګريس د ليدلو فرصت برابر کړي دا خو پر ځای پرېږده چې هلته پکې خلکو ته له درواغو ډکه وينا وکړي.
د ملګرو ملتونو په ۷۳ اسمبله کې د ګډون لپاره اشرف غني ټول ترتيبات نيولي و. د هیئت ليست يې جوړ کړی و او د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني پرته نيويارک ته روان و.
د بهرنيو چارو وزرات د تشريفاتو ريئس جاويد مجددي، ددې ادارې غړی هارون سمندري، د ارګ له تشريفاتو څخه هارون بارکزی او قدرت زاخېل، له پي پي ايس څخه زړګی او څو تنه نور د آډوانس ټيم په توګه امريکا ته تللي و چې هلته د اشرف غني د ورتګ لپاره تياری ونيسي.
ددې ترڅنګ په واشينګټن کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې وه چې له ډونالډ ټرامپ، دفاع وزير جنرال جيمز متيس، د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د ملي امنيت شورا مشاور جان بولټن سره وګوري او هغوی ته قناعت ورکړي چې ټرامپ او نور چارواکي له اشرف غني سره ليدو ته حاضر شي. پر دې سربېره اشرف غني پلان درلود چې اتلانتيک کونسل، يو ايس ای پي او سي ايس ای ايس ته ورشي او هلته ويناوې وکړي. دغه راز د امريکا کانګريس ته ولاړ شي او له کانګريسمينانو سره وګوري. همدا رانګه د واشينګټن پوست دفتر ته ولاړ شي او له هغه وروسته يې په ميريلنډ کې د زوی کور ته ورشي او په دغه ښار کې له ځينو افغانانو سره وګوري.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په حاشیو کې د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره کتنې هم د اشرف غني د پلان برخه وې خو دا هر څه په يوه مخيزه توګه پر اوبو لاهو شول. په دې کې د اشرف غني د حکومت ناکامۍ تر ټولو لوی رول لوبولی دی. اشرف غني د خپل حکومت په لومړيو کې امريکا ته ځان دومره نژدې باله چې ويل به يې تر هغه چې اشرف غني وي امريکا به هم په افغانستان کې وي، خو اوس اشرف غني شته مګر امريکا ځان ترې دومره لري نيولی دی چې حتی د حکومت د بهرنيو چارو وزير يې هم و نه منله چې له غني سره په ملګرو ملتونو کې وګوري.
د اشرف غني د لیدنو لپاره په واشينګټن کې افغان سفارت ډېره هڅه وکړه چې ورکړل شوی پلان تطبیق کړي خو دا کار ورته ناشونی و او حتی د ټرامپ په ګډون دده د ادارې هېڅ چارواکی حاضر نه شو چې له اشرف غني سره آن يو عکس واخلي. کله چې سفارت پخپله دنده کې پاتې راغی نو ارګ د ملي امنيت شورا مشاور حمدالله محب له ۱.۷ ميليونه ډالره سره امريکا ته ولېږه. محب چې پخوا يې په امريکا کې د اشرف غني لپاره په پیسو محبوبيت اخيست دا پيسې د لابي يوه فورم ته ورکړې چې ټرامپ وهڅوي چې له اشرف غني سره وګوري.
حمدالله محب د خپل سفر په ترڅ کې يوازې د ملي امنيت شورا له مشاور جان بولټن سره وليدل خو کله چې له ليدنې څخه راووت اعصاب يې خراب و او ښکارېده چې ملاقات ډېر خراب تېر شوی و. د لابي شرکت هم د دوی له پاره کوم کار و نه کړای شو.
کله چې محب بېرته هېواد ته نهيلی راستون شو نو اشرف غني په وروستۍ دقيقه کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو ۷۳ اسمبلې کې به د افغانسان استازيتوب اجرايه رئیس عبدالله عبدالله وکړي.
عبدالله هم ملګرو ملتونو ته څه کم ۱۹ دقيقې وينا وکړه خو ټوله وينا يې له تکراري خبرو ډکه وه چې د وينا په اخر کې يې يوازې د غونډې مشرتابه، سکرټريت او څو نور کسان ورته پاتې شول او ټوله وينا يې تشو څوکۍ ته وشوه.
له اشرف غني سره د ټرامپ د ادارې دغه ډول چلند په حقيقت کې ښيي چې افغانستان د غني او عبدالله په وجود کې په بېساري ډول منزوي شوی دی. اشرف غني نور نه د پيسو په زور او نه هم د خپلو پخوانيو تجربو په مرسته کولای شي چې امريکا قانع کړي چې له ده سره ملګرتيا وکړي. د اشرف غني او عبدالله دواړو په وجود کې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ داسې پرمختګ و نه کړ چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې حاضرينو ته په زړه پورې وي او توجه يې راجلب کړي. له همدې کبله نړۍ ترې لاس اخيستونکې ده.
غني په څلور کاله کې د زښتو ډېرو پروژو په اړه اغراق آمېزه خبرې کړي. همدا اوس خلکو ته داسې وعدې ورکوي لکه د تېر کمپاين په وخت کې يې چې ورکولې او ډېر کارونه يې نه يوازې نمايشي بلکې د دويمې دورې لپاره کمپاين دی.
داسې ښکاري چې نړۍ دې متاسفانه پر دغو دوو افغان مشرانو نور خپل باور بایللی وي، ځکه خو پر امريکايي مشرانو سربېره د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د المان چانسلره انګيلاميرکل هم حاضره نه شوه چې له اشرف غني سره وويني. نيويارک ته له سفر څخه عبدالله عبدالله پر خپل ټوټير يو عکس خپور کړی دی چې له ټرامپ او د هغه له مېرمنې سره ولاړ دی او ليکلي يې دي چې دا عکس چې په نيوياک کې اخيستل شوی دی خو د ملاقات يادونه يې نه ده کړې. په عکس کې له ولاړو بيرغونو ښکاري چې د امريکايي هیئت د استوګڼې په ځای کې اخيستل شوی دی. دغه ډول عکسونه معمولا په مېلمستياوو کې له کوربه سره اخيستل کېږي چې ډېر ارزښت نه لري. په دې حساب ويلای شو چې ټرامپ له عبدالله سره هم رسمي ملاقات نه دی کړی. خو ددغه عکس په ليدلو به ښايي اشرف غني پر خپل نه تګ پښېمانه وي ځکه حمدالله محب له امريکايانو دا هم غوښتي و چې که ليدنه نه کېږي نو د غونډې په هال کې دې ټرامپ له اشرف غني سره يو عکس واخلي چې دوی يې په افغانستان کې خپلو خلکو او سيالانو ته ور وښيي.
که وضعيت همداسې روان وي، لري نه ده چې يوه ورځ امريکا او اروپايي متحدين يې افغانستان د مالي مرستو په ورکولو کې هم زړه نا زړه شي ځکه ټول پوهېږي چې ددغو مرستو لويه برخه د ملي وحدت د حکومت مشرانو په داسې مسائلو او کارونو لګولې د کوم لپاره چې نه وه ورکړل شوې. اشرف غني ته نژدې کړۍ په دې باور ده چې نوموړی نور امريکا ته مطلوب نه دی. واقعيت هم دا دی چې د ملي امنيت شورا د پخواني سلاکار حنيف اتمر په ګډون د ملي وحدت مشرانو يوه هم و نه شو کولای چې له سياسي، حزبي او شخصي اختلافاتو څخه ورهاخوا د افغانستان په اړه فکر وکړي او نړۍ وهڅوي چې له افغانستان سره اوږدمهالي مرستې او ملاتړ وکړي.
غني او عبدالله بايد دواړه د ټرامپ له دې خبرې درس واخلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته يې په وينا کې وويل:
” We reject the ideology of globalism and accept the doctrine of patriotism” دوی بايد پوه شي چې ټرمپ هم يوازې وطنپرستان خوښوي، هغوی نه چې پر وطن بولۍ لګوي. خدای دې وکړي چې د هیواد د خیر او برکت لپاره زما خبرې ناسمې وي خو متاسفانه چې سمې دي.
په غزني کې د ولسمشر غني وینا
رښتیا هم چې پر واقعیتونو ولاړه لیکنه ده، کاش د ملت هر وګړی په دې حقیقتونو خبر شي، چې اینده کې بیا دوکه نه شي.
بهترینه لیکنه ده ، رښتیا هم ښاغلي غني په نړیواله کچه خپل باور بایللی دی .
ډیره په واقعیت ولاړه لیکنه ده
د عقدو په بنیاد لیکل شوې
نه پوهېږم لدې لکنې هدف څه شی ده، په دې خو ټول پوهېږي چې د دنیا سیاست او س ډېر مغلق او پېچلی ده او په دې ډاکتر غني له ټولو د لاروي په شمول ښه پوهېږي.
که څوک افغان وي او په بل افغان او په افغانستان یې زړه خوږېږي نو داسې لیکنې به ونه کړي.
د داسې لیکنو یواځنې هدف د افغانستان دښمنان خوشحالول دي.
There’s a poverb says “Soap is better than …”. You tried of demolishing of Ghani here in the article. However, he’s far far (much) better for the national dignity and honour than all Jihadies leaders and many others. For us Afghanistan is important than others. It’s our morally obligation to love our country, our people without any descrimination of race, ethnicity, language and at.