په دغو سيالیو کې، چې په غزني ولايت کې د ملي ثبات ټولنې د تکړه او نوښتګرو رضا کاره ځوانانو لخوا پیل او ترتیب شوي، د غزني ولايت د مرکز او ولسواليو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګرپونو کې ګډون کوي.
د دې ټورنمنټ لومړۍ سيالۍ د بي پتروليم او لمر کلپونو ترمنځ ترسره شوه چې بي پتروليم په لومړۍ لوبه کې دلمر لوبډلې لپاره ۱۵۹ منډو هدف وټاکلو چې لمر لوبډله ونه توانيده ياد هدف په ټاکل وخت پوره کړي او دټولو لوبغاړو په سوځيدو سره۹۰ منډې جوړې کړی.
همدارنګه ددې ټورنمنټ دويمه سيالي د مسلم پوهنتون او ينګ ارګون ټيمونو ترمنځ ترسره شوه چې د مسلم پوهنتون مقابلې لوبډلې ته ۱۵۷ منډو هدف وټاکلو، چې ينګ ارګون ټيم ياد هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ.
د دې ټورنمنټ دريمه سيالي د احمد شاه ابدالي او افغان ايګل ټيمونو ترمنځ ترسره شوه چې د احمدشاه ابدالي لوبډلې د۱۲۴ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه.
افغان ايګل لوبډله په دې وتوانيده چې ياد هدف پوره کړي او لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي.
ديادونې وړ ده چې دا ټورنمنټ به نژدې يوه مياشت وخت ونيسي او ګټوونکو لوبډلې به په پايله کې جايزې او مډالونه ترلاسه کړي.