خبریال: امین (غزني) په غزني کې نن /چهارشنبه/ د نوي ګومارل شوي ښاروال په ملاتړ کې پراخ لاریون وشو.
لاریونوالو د نوي ښاروال د کار په وړاندې د پخواني ښاروال او زورواکانو خنډ رامنځته کول وغندل او له هغه یې غوښتنه وکړه چې د غزني قانوني ښاروال ته ښاروالي پرېږدي.
سره له دې چې د ولسمشر په فرمان غزني ته نوی ښاروال ټاکل شوی، پخواني ښاروال فریدون احمدي په زوره د ښاروالۍ دفتر قبضه کړی او ادعا لري چې څوک یې لېري کولی نه شي.
لاریونوالو، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده، په خپلو شعارونو کې ویل چې دوی د نوي ښاروال انجينر نصير ليلزي ملاتړ کوي.
مظاهره چیانو ویل چې د انجنیر لیلزي له ټاکل کېدو وروسته پخواني ښاروال د ښاروالي په رياست بريد وکړ او هغه یې غضب کړ. ویل کېږي چې نوی ښاروال د ولايت په مقام کي دنده پر مخ وړي ـ
د دې قضیې پر سر په غزني ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسي حالات ترینګلي دي او اکثره دوکانونه بند دي.
دا ېې بل ګلمرجان ، په خيال مې د عطامحمد ، نور په پیاله کې ېې چای څکلئ ( وای وای زما بې سره ملکه )
د ښاروالی ریاست خو یی د پلار میراث ندی. د ګلمرجان ورور د هلته په ښاروالی کی ناست وی ، معاش او نور امتیازات دی پری ودروی. د دولتي کارونو د اجراآتو لپاره د نوی قانونی ښاروال ته مراجعه وشی . فریدون به هم له لوږې او مجبوریته ایران ته بستره په شاکړی.