راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د غزني امنیتي چارواکي وايي: د دغه ولایت د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په نیتجه کې د طالبانو له زندان څخه شاوخوا ۵۰ تنه بې ګناه او مظلوم کسان د ناني غونډ په نامه له یوي سیمي ازاد کړل شول.
د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې: دغه زندان د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ او کټواز ترمنځ په یوه مخفي سیمه کي و.
دوی وايي چې له نژدې دوو کلونو څخه را په دې خوا یې خلک په مختلفو بهانو په دغه زندان کې اچولي وو، چې د غزني پولیسو د اوپراتیفي همکارانو یې، چي د مخالفانو په لیکو کې یې نفوذ کړی و، بند مات او ورڅخه یې یاد بې ګناه کسان ازاد کړل.
د هغوی په وینا دغه زندانیان د اجیرانو لخوا په دې پلمه زندان ته اچول شوي وو چې ګواکي دوی له حکومت سره همکاري کوله او یا هم هغه کسان ول چي د دوی خپل خپلوان د ملي پولیسو، محلي پولیسو او پاڅون په لیکو کي دنده ترسره کوله.
په یادو زندانیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې کابو یونیم کال له طالبانو سره په بند کې پاتې شوي دي.