تاند- د یوه قومندان په ګډون څلور پولیس نن په غزني ولایت کې هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري په سړک کې پټ شوي چاودېدونکي مواد شنډ کړي.

د غزني د واغز ولسوال عبدالعظیم فاروق وویل، د پولیسو قومندان محمد قاسم له درو نورو پولیسو سره وتلی و چې پر سړک د طالبانو له لوري اېښودل شوی ماین خنثي کړي.

د ده په وینا پولیس ماین شنډ کړای شو خو کله چې دوی وغوښتل چې شنډ شوی ماین راوباسي تر هغه لاندې بل بم وچاودېده.

د غزني د امنیې قومندانۍ مرستیال اسد الله صافي وویل، په دې پېښه کې پنځم پولیس ژوبل شو او روغتون ته یووړل شو.

له دې جلا په یوه بله پېښه کې وسله والو کسانو، چې پر موټرسایکل سپاره ول، په هرات ولایت کې د افغانستان د ملي اردو د سپرلیو پر موټر ډزې وکړې، دوه تنه یې ووژل او درې نور ژوبل کړل.

چارواکي وایي، چې دوو وسله والو مخالفانو نن سهار د هرات ښار په برامان سیمه کې د ملي اردو په هایلکس ډوله موټر ډزې کړيچې دوه سرتیري یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول عبدالروف احمدي وویل، وسله وال په موټر سایکل سپاره وو، چې له ډزو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د حمله کوونکو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ددې پیښې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په موټر کې پنځه واړه سپاره امنیتي ځواکونه د دوی د ملګرو په ډزو وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *