تاند- د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول.
د غزني د والي ویاند شفق ننګ وویل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د اندړ ولسوالۍ په علي زیو سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو فلاینګ کوچ موټر له سیمې څخه تېرېده.
د شفق په وینا په وژل شویو کې ۳ مېرمنې او ۳ ماشومان دي.
ده نه دي ویلي چې ماین چا په څه هدف ایښی و خو د والي موسي خان اکبر زاده په قول یې ویلي چې دا غیر انساني او غیراسلامي عمل په کلکه غندي.
ماینونه عموماً وسله وال طالبان د دولتي ځواکونو یا سیمه ییزو پولیسو لپاره په لارو کې ږدي چې اکثره وخت یې په نتیجه کې ملکیان قرباني کېږي.
طالبان عموماً د دې ډول حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي او چوپتیا پرې غوره کوي.
د ملګروملتو له شمېرنو سره سم اکثره ملکیان د طالبانو په انتحاري حملو او بمي چاودنو کې وژل کېږي.