تاند- افغان امنیتي ځواکونو د انساني قاچاقبرو یوه ډله، چې غوښتل یې په لسګونو ماشومان پاکستان ته په قاچاق یوسي، ونیوله.

په غزني کې امنیتي چارواکي وايي چې انساني قاچاقبران د یکشنبې په ورځ د عملیاتو په مهال ونیول شول.

د غزني سرپرست امنیه قوماندان مصطفي مایار وویل، قاچاقبر په قره باغ او اببند ولسوالیو کې په داسي حال کې ونیول شول چې دوی غوښتل تر ۲۰ ډېر ماشومان د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته یوسي.

ماریار د قاچاقبرو له منګولو د خوشي شویو ماشومانو دقیق شمېر ۲۵ وښود او ویې ویل چې دا ماشومان د دې لپاره وړل کېدل چې په کوټه کې د تروریستي – انتحاري حملو روزنه ورکړای شي.

د غزنی سرپرست امنیه قوماندان وویل چې د ماشومانو د قاچاق په تړاو یې ۴ قاچاقبر نیولي دي.

مایار وویل چې اکثره قاچاق کېدونکي ماشومان یتیمان او بې سرپرسته دي.

وسله وال طالبان عموماً د خورا بېوزلو کورنیو ماشومان په دې نوم چې د دیني زده کړو لپاره یې مدرسو ته بیايي، تر وسه وسه له خپلو کورنیو لېري ځایونو ته بیايي چې له خپلوانو سره یې تماس نه وي څو په اسانه انتحار ته راضي شي.

د بشري حقونو د څار ډله یا هومن رایټس واچ وايي، په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۱۵ م کال له نیمايي را په دې خوا په خپلو لیکو کې ماشومان زیات کړي دي او دا کار د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.

دا اداره همداراز وايي چې طالبانو ډېر ماشومان جګړې او ځانوژنې ته روزلي او افغانستان ته یې استولي دي.

One thought on “په غزني کې د ۲۵ ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه”
  1. زمونږ د دولت ډېره کمزوري پدې کې ده چې داسې ستر مجرمين زندان ته اچوي ،اود میلمنو په شان ېې ساتي ، ترڅوچی خبره سړه اوپولیس ،څارنوال ، قاضي او وکيل ته يوه غوړه مړۍ شي ، نو انتهاريان به څنګه ورک شي ؟ دولت قاطع دريز نلري ، که نه لازمه ده چې قاچاقبران په لنډو ورځو عام محضر کې اعدام شي چې بل څوک داسې ونکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *