تاند- د غزني امنیه قوماندان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې ۵۰ وسله وال طالبان وژلي او په لسګونو موټرسایکلونه یې ورویجاړ کړي دي.

جنرال امین الله امرخېل نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، افغان امنیتي خواکونو سهار مهال د ګیلان ولسوالي په نوی کارېز سیمه کې د طالبانو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ، د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژلو ترڅنګ یې د دې ډلې ۳۰ موټرسایکلونه هم ویجاړ کړل.

د جنرال امرخېل په وینا دا روزنیز مرکز په پاکستاني طالبانو په تېره بیا وزیرستاني طالبانو پوري اړوند و.

له دې جلا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د غزني په ده یک ولسوالي کې د طالبانو یو قوماندان له ۱۸ ترلاس لاندې کسانو سره وژلی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په غزني کې د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د غزني په اکثرو ولسوالیو کې طالبان فعال حضور لري. د ولسوالیو له مرکزونو برته کلیوالي سیمې د دې ډلې تر کنترول لاندې دي او د ناوې ولسوالي مرکز هم له کلونو راهیسي د دې دلې په لاس کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *