تاند- په غزني کې پر شېراباد کلي د وسله والو ملېشو د حملې خلاف احتجاجونه لا هم دوام لري. (لاندې په ژوندۍ بڼه)
تېره شپه امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې له زور څخه په استفادې د پرلت مخه ونیسي خو بریالي نه شول.
د وزیرو د شورا رييس نن په مظاهره کې څلور غوښتنې اعلان کړې او ویې ویل چې که دا غوښتنې یې ونه منل شوې، خپلې مظاهرې به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن هم د غزني له بېلابېلو ولسوالیو او همداراز د ګاونډیو ولایتونو یو شمېر خلک له احتجاج کوونکو سره یوځای شول.
په کابل کې هم د غزني د پېښې په اعتراض کې مظاهره وشوه او د غزنیوالو ملاتړ یې اعلان کړ.
د وزیرو د شورا رييس عمر وزیري وویل چې د غزني پر ولایتي چارواکو باور نه لري؛ له کابل څخه دې باصلاحیته پلاوی د پېښې په اړه تحقیقات وکړي، قاتلان دې ونیسي او عدالت ته دې وسپاري.
ده وویل، باید قاتلان په ازاده او علني محکمه محاکمه شي.
د اسیرانو خوشي کېدل او د شېراباد پر کلي د یرغل د پور ورکړه د دوی نورې غوښتنې دي.
د اعتراض تنظیموونکو بیا بیا پر اعتراض کوونکو ږغ کاوه چې سوله ییز احتجاج ته تر هغو دوام ورکړي چې د دوی مشروع غوښتنې منل کېږي.
مظاهره چیانو وویل چې تېره شپه د دوی خیمو ته په دې نوم ټانکونه ورغلل چې ساتنه یې کوي خو وروسته یې پر دوی ډزې وکړې.
د اعتراض کوونکو پر خیمو د پولیسو په حمله کې ۶ تنه ژوبل شوي دي.
د غزني ولایتي اداره وايي چې پولیسو تېره شپه د حیدراباد په سیمه کې یې اعتراض کوونکي او د هغوی خیمې له لارې لېرې کړه څو د کابل- کندهار لاره پرانیسته.