تاند- په غزني کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو تېره شپه د دولتي ځواکونو په جامه کې د وسله والو ملېشو له لوري حمله وشوه.

لومړني راپورونه وايي چې ګڼ شمېر مظاهره چیان وهل شوي او یا ټکول شوي دي.

ځینې مظاهره چیان وايي چې حمله کوونکي هزاره ګان ول خو ځینې نور وايي چې پولیس او د والي کسان ول.

یو شمېر مظاهره چیانو تاند ته وویل چې مازدیګر مهال له څلورو خواوو پرې د ملي اردو له لوري ډزې پیل شوې چې په نتیجه کې یې یو شمېر ژوبل شول او یو شمېر نور د دغو په اصطلاح ملي اردو د ځواکونو په ډنډو سخت ووهل شول.

دوی دغه راز وايي چې وسله والو ملېشو د پرلت کوونکو خیمې او بړستنې سوځولي دي او د دوی موټرونه یې لوټ کړي دي.

مظاهره چیان وايي چې د اردو په نوم ملېشو پښتنو ته ښکنځلې کولې.

خو اعتراض کوونکي وايي چې احتجاج ته به دوام ورکوي او هیله لري چې د ټول افغانستان خلک ورسره ودرېږي.

دوی دغه راز ادعا وکړه چې د نورو سیمو پښتنو یې د ملاتړ او ورسره یوځای کولو ژمنې کړي دي.

دوی ملي اردو غیرملي وبلله او په تعثب یې تورنه کړه.

3 thoughts on “په غزني کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو د اردو په نوم د ملېشو له لوري یرغل شوی”
  1. که والی دا کارکړی وی په زور سره یی رخصت کړی، ځکه په سولیزه مظاهره څوک حق نلری چه د ملی آردو په جامه کی دا کار وکړی.

    د افغانستان د ټولو ولا یاتو څخه دیی واقعی افغانان خپل ځانونه په دغو سولیزه مظاهرو کی ځان شریک کړی

  2. کله چې قدرت متعصبه لږه کیو ته په لاس ورشي ، پر خپل ولس به چپه مېچن وګرځوي، دوی غواړي د خپلو پلرو او نیکونو غلطه لارتقیب او د امیر عبدالرحمن خان انتقام زمونږ د نسل له پښتنو نه واخلي.
    بنا د دوی هڅې او شوم پلانونه باید په نطفه کې خنثي کړل شي.
    زمونږ یوالی زمونږ بری دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *