دوشنبه ۲۰/۸/۱۳۹۸
غزني ښار کې د څه باندي (۷۷) ملیونه افغانیو په ارزښت د یوي مجهزي سونا او د زرګونه متر مربع سړک د رغولو چاري نن رسما پیل شوي.

لومړۍ پروژه د غزني ښار د څلورم پلان په ساحه کې د یوي معیاري او مجهزي سونا رغول وو، چې د بنسټ ډبره یې نن له غرمي مخکي د والي وحیدالله (کلیمزي) لخوا کیښودل شوه.

د غزني والي د سونا د بنسټ ډبري د ایښودلو پر مهال وویل چې پر دغي پروژي (۳۴) ملیونه، (۹۳۳) زره (۵۸۰) افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیایې بودیجي څخه ورکول کیږي.

د هغه په وینا دغه سونا د ټولو اړینو معیاري ملحقاتو لرونکي ده: ((په یوه سټنډرډ سونا کې چې کوم ملحقات اړین دي دغه سونا یې هم لري لکه د سړو او ګرمو جاکوزیو، د سړو او ګرمو اوبو حوزونه، وچ او مرطوب بخار خوني، مساج خونه، کانتین، د لباس بدلولو سالون، ضد میکروب ځای، نومره یی حمامونه، ماشین خونه، چای خونه او ټول ملحقات لري، چې په رغیدو سره به یې خلکو ته د ښي تفریح او صحي حمام زمینه برابره شي او له بلي خوا به د ښاروالۍ لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه وي چې وروسته به د ولس د هوسایني لپاره پر عامه پروژو لګول کیږي.))

د غزني ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار په وینا دغه سونا په (۱۵) بسوه ځمکه کې رغول کیږي چې پر مټ به یې یاد ریاست هرکال ملیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

دوهمه پروژه د غزني ښار اړوندو کې د (۲۲۶۸) متر مربع ویجاړو شویو سړکونو ترمیم او د لومړۍ او دوهمي ناحیې اړوندو کې د (۷۸۱۸) متر مربع سړک اسفالټ او (۶۵۶۱) متر مکعب کیندنه ده .

د والي ښاغلي وحیدالله(کلیمزي) په وینا پر دغي پروژي (۴۲) ملیونه، (۲۷۴) زره، (۱۴۰) افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیایې بودیجي څخه ورکول کیږي.

د غزني ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار په وینا د دغو سړکونو په ترمیم او اسفالټ سره به د غزني ښار په پلاني ساحه کې هیڅ خام او تخریب شوی سړک پاتي نشي.

عارف نوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *