تاند- لږترلږه ۱۰ ماشومان د غزني په ګیلان ولسوالي کې په پر له پسې چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان دي.
د غزني چارواکي وايي، دا پېښې پرون /جمعه/ په ګیلان ولسوالي کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وشوې.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري پېښې تایید کړې، ویې ویل چې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۳ ماشومان شهیدان شوي او لږترلږه ۷ ژوبل دي.
که څه هم تراوسه د چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د غزني چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو پرته بل څوک ماینونه او بمونه نه ږدي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له شمېرنو سره سم په ۲۰۱۷ م کال ۳۴۳۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ ژوبل شوي وو. د دې ادارې په وینا اکثره ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو او انتحاري حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د غزني د والي ویندوی وايي، وسله والو طالبانو نن /شنبه/ سهار په دې ولایت کې د خاصو پولیسو پر یوه کاروان په حمله کې ۴ پولیس وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.
د نوري په وینا په وژل شویو پولیسو کې د هغوی قوماندان هم شامل دی.
د نوري په وینا د پولیسو په ځوابي برید کې ۶ طالبان ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول.
د غور یو ولسوال ووژل شول
د غور ولایتي اداره وايي چې د دې ولایت د چارسدې ولسوال د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي نن /شنبه/ وویل د چارسېدې ولسوال میرزا محمد ابراهیم خپل دفتر ته روان و چې د موټر په لاره کې یې چاودنه وشوه.
تراوسه پورې د دولت کومې وسلې والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.