ژوند

مشاعره  چې هرکال دژوند مدني ټولنې له لورې په غزني ولایت کې جوړیږي، داځل دروان (۱۳۹۶ ل) کال دوري میاشتي په (۳۰ مه) نیټه په غزني ښارکې د زرګونو کسانو په ګډون  داسلامې ثقافت په مرکز کې وسوه او څلور برخي یې لري .

۱ – د ویناوبرخه .

۲ – د مشاعرې برخه .

۳ – د تمثیل برخه.

۴ – د ټنګ ټکوربرخه.

د مشاعرې پیل په غزني کې د شیرخان افغانپال د خصوصي ښوونځي مشر حکمت الله افغانپال د پاک قرأن په مبارکو آیتونو وکړ، ورپسې دغونډي ګډونوال د هیواد ملي سرود ته د درناوي لپاره په خپلو ځایونو ودریدل.

ورپسې د ټولني مرستیال او د مسلم دطبي علومودانستیتوت آمرمحمدفاروق بویا له بیلابیلو ولایتونو څخه راغلو میلمنو او د مشاعري ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ټولني له ټولو زیارکښو ملګرو یې مننه وکړه چې تل یې په نازکو حالاتوکې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي.


له بویا ورسته دغزني د داطلاعاتواوفرهنګ  رئیس ښاغلي بشیراحمد محمدي دغونډي ګډونوالوته  دښه راغلاست ترڅنګ ویناوکړه.

محمدي له ژوند مدني ټولنې څخه په منني زیاته کړه .

ځوانان دې هڅه وکړي چې دیوالي لپاره شعرونه ووایې ، لیکني وکړي اویوالي ته ژمن واوسې .

دمشاعري دریم ویناوال دژوند مدني ټولني غړی ډاکترغلام عمرعیان وه چې دژوند کلنۍ مشاعرې په شالید یې رڼا واچوله.

عیان وویل :

دری کاله وړاندې ژوند مدني ټولنې په داسې نازکوحالاتوکې دژوند کلنۍ مشاعرې دبنسټ ډبره کیښودله چې ژوند ټولنې نوی دځواني په قدمونوتګ پیل کړی وه .

عیان زیاته کړه :

موږژمن یو چې ژوند کلنۍ مشاعره به هرکال په ټاکلي وخت ترسره کیږي ، رسمې بڼه به غوره کوې او بلاخیره دابه په غزني کې یودود ګرځي.

له عیان ورسته دبي بي سي خبریال اودغزني مشرژورنالیست ښاغلی اسدالله جلالزی دریځ ته وغوښتل سوترڅودغونډي له ګډونوالوسره دغزني په فرهګي وضیعت خپل مالومات شریک کړي .

جلالزي وویل :

غزني په (۲۰۰۷ ز) کال کې دیونیسکوله لورې داسلامې فرهنګ دپلازمېني په توګه ونومول سواوپه پرېکړه وسوه چې غزني به په (۲۰۱۳ ز) کال کې رسمآ داسلامې تمدن دپلازمېنې په توګه نړئ ته ورپیژندل کیږي .

جلالزي همداراز ووویل :

رښتیاهم غزني له فرهنګي پلوه خورا بډایه اولرغونی  ولایت دی چې وخت په وخت په کې فرهنګي اوادبي هڅي رواني وې ، چې یوه له دې هڅوهم په له تیرودریوکالوراپه دېخواپه غزني ولایت کې دژوند مدني ټولنې له لورې دژوند کلنۍ مشاعرې ترسره کیدل دي .

جلالزي دژوند مدني ټولنې له مشرتابه پلاوې څخه مننه وکړه چې په غزني کې یې له مدني خوځښتونوسره سره ادبي هڅي هم کړي اودداسې مشاعرې دبنسټ ډبره یې ایښي چې تل به په تاریخ کې ځلیږي .

جلالزي دغزني له ولسونوهم غوښتنه وکړه چې له ژوند ټولنې سره اوږه په اوږه هرکال دامشاعره ترسره کړي .

دغونډي اخیري ویناوال د ولایتي شوراغړی حمیدالله سروري وه چې دولایتي شورا په استازیتوب یې میلمنواودغونډي ګډونوالوته ښه راغلاست وویل .

سروري دژوند مدني ټولنې له مشرتابه پلاوې څخه دژوند کلنۍ مشاعرې دجوړیدلوپه خاطرمننه وکړه اوزیاته یې کړه .

زه دغزني ولسونوته زیری ورکوم چې دغزني فرهنګي حالت نورنومخ په ښکیدودی اودلیل یې هم دادی چې دژوند ټولني دغړوپه څېرویښو اوهیښو ځوانانو میدان ته رادانګلي .

دویناوالوله ویناووڅخه وروسته له پکتیا ولایت څخه راغلی میلمه خوږژبی اوغزل بول شاعرمحمد نبي قراردریځ ته وبلل سوترڅوپه خپلوخوږوشعرونودمشاعرې پیل وکړي .

په مشاعره کې دغزني دلسګونو شاعرانوترڅنګ دهیواد له نوروولایتونوپکتیا، پکتیکا ، زابل ، کندهاراومیدانو وردګوولایتونوڅخه راغلو نامتوشاعرانو مطیع الله تراب ، حقمل زرمتي، راهي، دادمحمد ناوک، ضیف الله همدرد  قدرت الله ملنګ اونوروپه خپلو شعرونو د ګډونوالوادبي تنده ماته کړه .

پاته دې نه وې چې دیادې مشاعري یوه برخه دسولي هغي تمثلي ټوټي ته بیله سوي ووه چې دژوند مدني ټولنې غړي ، تکړه شاعراوممثیل احسان الله احسان له لوری لیکل سوی ووه دغونډي ګډونوالوته وړاندې سوه . چې دګډونوالوله لوري  نه یواځې وستایل سوه بلکې دتالارټول ګډوانوال یی لمړی وژړول اوورسته یې وخندول.

مشاعره ماسپښین په (۳) دری بجي پیل اوماښام ناوخته په ملي اتڼونوپای ته ورسیده .
هېره دې نه وې چې په همدې ورځ دماښام له لمانځه ورسته دژوند مدني ټولنې په دفترکې دغزل شپه هم وسوه اوهغوشاعرانوچې دمشاعرې په درشل کې له شعرویلوپاته سوي وه  درباب دترنګ په بدرګه خپل غزلونو دمینوالوترغوږونوورسول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *