په لغمان ولایت کې څلورو ښوونځیوته ودانۍ جوړیږي

لغمان: د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ دنسوان ګنده ، د علیشنګ ولسوالۍ دغازي آباد لومړنیو ښوونځيو او مهتر لام ښار حکیم آباد لومړني او عثمان بن عفان د مدرسې د نویو ودانیو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې.
د غه څلور ودانۍ په یوه یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د ۴۱۲ زرو امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې د لوړوالي د پروګرام ( ایکویپ) له بودیجې څخه د ۸ میاشتو په موده کې جوړې شي . چې هر ښوونځی به ۸ درسي ټولګي،۴ اداري خونې، تشنابونه او نورې آسانتیاوې لري.

په نوموړو ښوونځيو کې ۳۵۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د نوېو ودانیو په جوړولو سره به د درسي ټولګيو دنشت والي له امله د زده كوونكو ستونزې حل شي.
د ودانۍ د بنسټ ایښودولو په تړاو جوړوشویو مراسمو کې د لغمان ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
غزنی: د غزني ولایت د انډرو ولسوالۍ دنظر وال بابا د لومړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې دسلو زرو ډالرو په لګښت دهندوستان هیواد په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړیږي. ودانۍ به ۱۲درسي ټولګي، ۳ اداري خونې او نور ې آسانتیاوې ولري.

په نوموړي ښوونځي کې د ۳۰۰ تنو په شاو خوا کې هلکان پر زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو د نشت والي له امله د زده كوونكو شته ستونزې حل شي.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغزنی ولايت د پوهنې رییس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د ننګرهار دتجربوي ښوونځیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د ننګرهار ولایت د مرکز اړونده دتجربوي لیسو ۷۰ تنو ښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو .

په دغه روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د کاري لایحې، پلان جوړ ولو ، رپوت چمتو کولو ، او ارزونې په اړه معلومات ورکول شي.

دننګرهار د پوهنې رییس له ګډونوالو وغوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په ښوونځیو کې پلي کړي. ددې ورکشاپ لګښت په جلال اباد کې دملګرو ملتونو دماشومانو دنړيوال صندوق يونيسف له لوري ورکول کيږي

په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *