تاند- راپورونه وايي چې د ننګرهار ولایت په غني خېل ولسوالي کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
په ننګرهار کې افغان چارواکي وايي چې د دواړو ډلو ترمنځ د سې شنبې په شپه نښته پیل شوه.
د دوی په وینا د غني خېل ولسوالي د کانال د ۲۸ جوۍ په سیمه کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته د عشر و زکات پر سر ونښته.
خو ځینې نورې سرچینې وايي چې د دواړو ډلو ترمنځ د پیسو د وېش پر سر نښته شوې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان وویل چې په دې نښته کې د پاکستاني طالبانو دوه تنه وژل شوي او د افغان طالبانو دوه غړي ژوبل شوي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ جګړې څو ساعته دوام وکړ خو هره شېبه احتمال شته چې بیا نښته پیل شي.