غني خان د بیل سبک څښتن شاعر، لیکوال، مفکر او مبتکر وه. دی خپله خبره کوي، د خپل زړه خبره په خپل انداز کې کوي. د بل چا په څېرنه غږېږي او نورهم د ده په څېر نه شي غږېداى.
په غني خان ډيرکار شوی دی خو لکه څنګه چې د ده په شان شاعري کول او فکرکول اسان کار نه دی نو دغه شان په ده باندې علمي کارکول هم د اوبو په ګرداب کې ځان اچول دي. په عام ډول په ټولو ژبوکې او په خاص ډول په پښتو ژبه کې په غني خان د محمداکبرکرګر صاحب(غني خان د شګو په محل کې لومړی او دویم ټوک) آثر ډېرې نوې خبرې لري. په دې آثرکې په غني د نوو خبرو دلایل د کرګر صاحب فلسفي زده کړې او هراړخیزه فلسفي مطالعه، سیاسي مطالعه او موقف، د غني له شعراو شاعرۍ سره مینه، په غني خان د نورو ژبولیکل شوي اثار، د نورو ژبو مطالعه او داسې نور لاملونه کېدای شي. انقلابي شاعر اجمل خټک(غني خان د شګو په محل کې) په ۱۳۶۵ کال کې د کرګر صاحب کار ستایلی دی او دا یې یو لوی کار ګڼلی دی.
غني خان شاعر دى، د خپل زړه خبرې په بې باکانه ډول کوي، که چېرې د ده د شعرونو په جوليز(شکلي)جوړښت باندې نظر وکړو، د ده شاعري د بحر، ردم، تشبيه، استعارې، قافيه، رديف (لفظي او معنوي) صنايعو نه ډېره استفاده کړې نه ده، د ده شعرونه بايد د يادوو توکو په تله ونه تلل شي، هغه د فکر شاعر دى، د هغه په شاعرۍ کې د وزن او بحرنه پرېوتې مسرې هم شته او داسې مسرې يې په شعرونوکې شته، چې قافيې او رديف په کې نه دي مراعات شوي خو ده خپل فکر او نظر په بهتره ډول ټولنې ته وړاندې کړی دی او لیکوال او محقیق بایدد ده شعر له معناییزې زاویي وګوري نه د فزیکي جوړښت له مخې.
د غني خان ټوله شاعري په دوديز ډول د ختيزې شاعرۍ په کالبونوکې نه ده کړې، بلکې دغه قيدونه يې مات کړي دي، دى د فکر، فلسفې او مقصد شاعر دى، پښتو ادبياتو کې يې نوې لاره د خپلې وينا لپاره انتخاب کړې ده.
غني خان خپل لومړنى شعر د ١٩٢٩ ميلادي کال د جولاي په ٢٣ مه نېټه د عمر په څوارلسم کال ويلى دى، د ده لومړنى شعر هم د وزن، قافيې، رديف او داسې نورو توکو نه خالي دى او ازاد شعر ورته ويلاى شو، لکه:
دتهمت نه په جهان کې څوک خلاص نه شي
چـــــې اسمــــــان وي کــــله کـــــله وي وریـځې
چې کم اصل وي په هیـڅ هـــــم نــــه خپـــــلیږي
چـــــــا غـــړلی دی د شــــــــنو شـــګو نه مــــــزی
د قــــــــــالیــــن بـــرابــــــري بــــــــه کــــــله وکــــــا
کــــه هـــزار رنـګه شي رنګ بـــوڼ او بـــــروزی
که د وچـــو پــه ډېــــــرۍ کې ته یــو لونــــدیې
ګمـــــان مــــــــه کــوه چــې ته به او نـــه ســـوځې
د مــــــــردانو کار د پلک ځواب د ســـــوک دی
هـــــــسې نــه چـــې کـــــړې ژړا لــکــــه د ښــــځې
چــــــــې وخت راشي ښــه زړه تش کړه غني خان
څــــــو د قهــــره پــه لــــړمون کې پټ پټ سوځې
ج
شعر که ازاد وي او که پابند، جذبه او تخيل ورته ضروري دى، د ده په شاعرۍ کې د جذبې او تخيل رښتينوالى او صداقت موجود دى.
ځينې ليکوال او شاعران د غني د شاعرۍ دغې خواته د انتقاد ګوته نيسي خو دى يې په ځواب کې وايي: (په شاعرۍ کې ډېرې تجربې شوې دي، ازاده او نوې شاعري رواج شوه، زه په خپلو شعرونوکې د تخيل طرفدار يم)
په شعر او شاعرۍ کې د تخلیقګر لپاره د عروج او نزول وخت څرګند نه وي نو په همدې سبب د غني خان شعر او شاعري درې پړاوونه لري او په شعر کې یې ژور فلسفي تفکر یې د درېیمې دورې زیږنده ده. ددې دور شاعري یې د هستیو د ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتوڅخه بحث کوي او د فکر او هستیو د اړیکوڅخه هم غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف لپاره څرګندوي.
غني خان بند تیرکړی دی او د شعر لومړنۍ مجموعه یې د پنجرې چغار نومیږي خو دغو ویناوو ته حبسیاتي شاعري ویلای نه شو. دلیل یې دا کېدای شي چې د ده کورنۍ یعنې پلار یې هم په بندکې وخت تیرکړی وه او په بند کې د پلار د لاس کرل شوي ګلان سره به یې خبرې اترې کولې او بند ورته د کور په شان ښکاره کېده نوځکه یې د کور ارمان نه کاوه او همدارنګه دا هم کېدای شي چې دی د ازادۍ ستر سالار خان عبدالغفار خان زوی وه او د دې لپاره چې خلکو ته کمزوری، بې زړه او د سختیو په مقابل کې ضعیف ښکاره نه شي نو له همدې امله یې په بند کې هم داسې خبرې کړي دي لکه چې کور کې وي او هیڅ ستونزې پرې نه وي.
کرګر صاحب د خان د بند د شاعرۍ په هکله د چخوف دا خبره د خپلې خبرې د تایید لپاره راوړي چې وايي: ( ځینې خلک په بندکې وي، ته به فکرکوې چې بندي دی حال دا چې آزاد به وي).
کرګر صاحب د پنجرې چغار په شعرونو باندې هر اړخیزې خبرې کړي دي او د ده ادبي تحلیل د ستایلو دی.
غني خان په خپل وخت کې د فارسي ژبې نړیوال شاعر عمر خیام مطالعه درلوده او خپل کلیات کې یې د خیام یادونه کړې ده او د ده د فلسفي شعرونه تاثیرات یې په تخلیقاتوکې لیدل کېږي.
کرګر په پرتلیزو څېړنېرو مقالو کې ځانګړی مقام لري چې د غني او ټاګور، غني او خیام او غني او نیچه د ویناوو تر منځ په پرتلیز شکل علمي مقالې یې د دې آثر ښې نمونې دي. چې د عمر خیام او د غني ترمنځ پرتلیزه لیکنه کې یې غني ته په ځینو برخو کې فوقیت ورکړی دی.
غني خان په خپل وخت کې د لوی هندوستان د نابغه علامه اقبال د شعرونو مطالعه هم درلوده او د ده د فکر څرکونه یې هم په شعرونو کې ښکاري. لنډه دا چې غني د ماضي، حال او راتلونکي وخت شاعر دی، دی د خپل وخت نه په سلګونوکاله مخکې او وروسته خبرې کړي دي او د ده په ویناووکې داسې خبرې هم شته چې د راتلوونکي وخت پيش بیني یې کړې ده.
ځینې کسان په خراب وخت، خرابو خلکو او خراب ځای کې پیدا شي، چې د داسې خلکو پېژندل د هر چا د وس کار نه وي، زه نه پوهیږم چې دا د لیکوال او شاعر بدختي ده او که د هغو خلکو بدبختي ده چې د ده د پيژندلو توان نه لري. خو دا ناکامي د وروسته پاتې او ناپوهو خلکو ده چې فکري او علمي ذوق یې نه دی پالل شوی او د غني په شان خلکو د پيژندلو توان ورسره نه شته.
د کرګر څېړنېزه ژبه او د ده د خبرو تحلیل او تفسیر ډېر لوړ دی او د ده فلسفي فکر، د عرفان او تصوف هر اړخیزه مطالعه، د تصوفي جریانونو پيژندنه، تصوف او عرفان په نورو ادیانو کې، د ده په انګریزي، فارسي او نورو ژبو مطالعه، د ده سیاسي موقف او بندي کېدل او داسې نور لاملونه دي چې د ده په خبرو هر لوستی وګړی نه شي پوهیدای چې دا هم د پورته خبرې په تایید د کرګر ملامتیا نه ده بلکې موږ ګرم یو چې د ده د سویي مطابق مطالعه نه لرو او د ده په وینا چې زه داسې آثار خاصوکسانو ته لیکم.
غني خان څو بعدي شخصیت دی، شاعر، نثر لیکونکی، رسام، مجسمه جوړونکی او داسې نور او همدارنګه د شرق او غرب د فرهنګونو تاثیرات یې په شعرونو کې تر سترګو کېږي. کرګر د ده د فلسفي افکارو په هکله وايي:
( د غني خان په افکارو باندې د ټيګور د شانتي نيکتين د ښوونځي اغيزه شته، د ښکلا پيژندنې او استيتيک په برخه کې خاصه نظريه لري، د هند د لرغونې فلسفي افکارو او ښکلاپيژندنې اغيزه شته، د ښکلا پيژندنې له اغيزو څخه منکريدای نشو.د مثال په توګه په دې باب هم د خپل شعر په باب متفاوت نظريات لري.
د افلاطون د فلسفي ښوونځي په باب اظهار کوي، د اسلامي تصوف او پانته ئيرم اغيزې د هغه په افکارو کې ليدلی شو، د موسقیۍ سره د هغه نا پايه مينه څرګنده ليدلی شو، د منصور د ان الحق آواز يې ډيرخوښيږي، د افلاطون د فلسفيانه افکارو په باب اظهار نظرکوي.)
د غني خان په شعرونوکې د خیام سربېره د هیګل، کانت او هایدګر د ویناوو فلسفي څرکونه لیدل کېږي نو له همدې امله د غني خان په شعرونو کې د بېلابېلو لیکوالو او شاعرانو څرکونه د دې لامل کېږي چې د ده په شعرونو کې په فلسفې باندې بحث وشي خو په عام ډول د سیمې په ژبو او په خاص ډول په پښتو ژبه کې د غني د فلسفې، نظر، عقیدې، فکر، شاعرۍ او د ده په شعر باندې د مختلفو لاملونو درلودلو ښودلو په هکله د کرګرله دې آثره ( غني خان د شګو په محل کې لومړی او دویم ټوک) نه ما بهرته اثرنه لیدلی نه دی.
د ښکلا پېژندنې په هکه غني خان ډېرې نوې خبرې لري. هر انسان دوه جهتونه او یا دوه ډوله ښکلاوې لري، یو د انسان داخلي ښکلا ده او بله د انسان خارجي ښکلا ده، خارجي ښکلا له صورت سره او داخلي ښکلا د سیرت سره اړیکه لري، د انسان د نوم معناییز اړیکه هم له داخلي جوړښت سره رابطه لري یعنې بهترین انسان هماغه دی چې داخلي توکي یې په لاس کې وي او له انسانه هغه وخت ښه انسان جوړیدای شي چې انساني کرامت ولري، عاطفه، احساس، مینه، فکر، انسانیت، شرافت، اخلاق او داسې نور توکي ولري چې دا ټول د انسان په داخلي توکو کې راتلای شي، که په انسان کې داخلي ښکلاوې نه وي نو د رحمان بابا خبره چې وايي: (بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی)، یعنې که د یو انسان خارجي ښکلا هرڅومره زیاته وي او ښکلی وي خوچې داخلي ښکلا ورسره نه وي نو دا د هغه کالبوت په شان دی چې له سرو زرو به جوړ وي خو روح به نه لري او چې جسم روح ونه لري دا داسې مثال لري، لکه بت.
روح دی چې جسم ته حرکت ورکوي او ښه روح د ښه جسم نماینده ګي کولای شي. انسان له بوی ناکې خټې جوړ شوی دی خو روح پاک او سپيڅلی دی، روح چې پاک شو نو ټول بدن او اعضاوې به سم کارونه کوي او په ټول بدن باندې ښه مشري کولای شي او چې روح خراب شو نو ټول بدن به ګنده بوی کوي.
غني خان د ښکلا لپاره دوه خواوو باندې بحث کوي او هغه دوه خواوې سر او زړه دی، د غني په اند (سر) د عقل سمبول او نښه ده او( زړه) د صوفیانو او عارفانو د پوهې مرکز دی او یا د روح او روان نښه ده. هغه د ښکلا اصلي مرکز روح پورې تړي او روح ته زیات ارزښت ورکوي.
محمد اکبر کرګر د ښکلا پېژندنې په هکله د غني خان نظر د فلوطین سره پرتله کوي او وايي: د فلوطين په باور(( ښکلا دانسان له روح سره تړاو لري. بدرنگي او ناوړتيا چې د انسان په روح کې ورزياتيږي نو روح ککړوي. ښکلا د روح هماغه رښتينی ژوند دی او که انساني روح يا نفس له ځانه سره يوازې پاتې شي. له ناوړتيا وو خلاصون مومي. په همدي دليل ټول فضيلتونه د پاکۍ او سپيڅلتيا په کلمه کې دي.يا ښکلا او نيکي ته په رسيدو او تر لاسه کيدو له پاره بايد مطلقې ښکلا ته پام وکړو اودخپل دننه (درون ) سالک شو. په خپلو دروني سترگو سره د نړۍمنظر ته وگورو. که چيرې روح ځان ښکلی نه کړي نو ښکلا به ونه ويني.)
د غني خان او فلوطین استیتیکي نظریات د قران کریم او احادیثوپه رڼا کې دي او اسلام هم زړه د انسان د بدن بادشاه ښيي او د عقیدې اصلي ځای هم زړه دی.
غني خان د افلاطون مطالعه درلوده او کله کله یې په ویناوو کې د ده د خبروڅرکونه لیدل کېږي او د ده په شعرونوکې د ښکلا پېژندنې په هکله نظریات په ډاګه کوي چې د یونانیانومطالعه یې درلوده.
کرګرصاحب د غني د شعرونو هر اړخیزه څېړنه په عالي فکرکړې ده او د ده د شعرونو معناييزه او منځپانګېزه خوا يې د مختلفو لاملونوپه نظرکې نیولوسره تربحث لاندې نیولې ده.لکه د ده سیاسي شعرونه، هرډول فلسفي شعرونه، تصوفي او عرفاني شعرونه، د منصور حلاج یادونه، د ښکلا پېژندنې په هکله نظریات، ټولنیز نظرونه، اضدادو فلسفه، عدم تشدد فلسفه، د فکر ازادي، هېواد پالنه، هېومانېزم او داسې نورپه لسهاوو سرلیکونوباندې بحث شته دی او د یادو هر ډول شعرونو په اصلي لاملونو باندې بحث کړی دی.
زه څلور کلن وم چې غني خان د شګو په محل کې آثر په ۱۳۶۵ کال کې چاپ شو او د وخت او زمان په تېرېدلو مې د دې آثر یادونه د ماخذ او منبع په ډول په ځینو ځایونوکې لیده، د کرګر صاحب سره مې ملګرتوب پیدا شو او د دې کتاب د چاپ په هکله مو تصمیم ونیوه، لومړۍ برخه مې ورته کمپوزکړه او د همدې کتاب( غني خان د شګو په محل کې دویم ټوک) چې د محمد اکبر کرګر د لسګونو کلونو څېړنې پایله وه او دا برخه یې هم ما ته ولیږله او دواړه برخې( غني خان د شګو په محل کې لومړی او دویم ټوک) مې کرګر ترتیب او تنظیم کړ او دا دی چاپ ته اماده دی.
د پښتو د تنقيد برخه د قدر وړ ده