تر زیږون وورسته په شیدو ورکونکیو غواګانو کې د پریوان (Placenta) پاتې کېدل عام دي. پریوان باید تر اتو ساعتو وروسته له غوا راووځي. که له ۸ تر ۱۲ ساعتو ډېر پاتې شي؛ نو وپتېیلې یا وانګېرﺉ چې غېرعادي اکر یا حالت رامنځته شوی لکه:
- سقط جنین
- Hydrops
- د زیلانځ راتاویدل
- دوه ځاني
- Dystocia
- Hypocalcemia (د کلسیم کمښت)
- د جنین سقط ته د هارمونونو بې ځایه کارونه
- ککړ چاپېریال
- بدخوري یا سوتغذیه
هغه غواګانې چې زېرمه شوي خواړه خوري او یا هم د ویټامین A ، E او سلینیم عنصر کموالی ولري؛ نو ډېری یې د پریوان پاتې کېدنې پر ناروغۍ اخته کېږي، ځکه خواړه، چې زېرمه کېږي؛نو ځینې خوراک توکي په خوړو کې له منځه ځي او ځینې یې په ډېره لږه اندازه پاتې کېږي. د مثال په ډول د سلینیم ، ویټامین E او D په کمښت به نه یوازې څاروی په نوموړی ناروغۍ اخته شي؛ بلکی په نورو ناروغیو هم اخته کېږي، لکه د تیونو التهاب, mastitis د Abomasum بې ځایه کېدنه او د تخمدانو سیستونه، ځکه پورته ویل شوي خوراک توکي د معافیتي غونډال په ځواکمنۍ کې مهمه ونډه لري او په کمښت یې معافیتي غونډال کمزوری کېږي.
کلینکي نښې او نومېرنه – تشخیص:
د څاروي له زیږونه ۸- ۱۲ ساعته اوښتي، پریوان له Valva څخه ښکته خوا ته ځانګي، چې دا وخت پریوان په زیلانځ

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی استاد
او یا cervix کې نښتی وي او که څاروی د پریوان له نښتیدو سره تبې هم نیولی وي؛ نو انګېرنه مو باید د metritis (د زیلانځ د میټریم عضلې التهاب) پلو ته شي،چې په دې ډول نورې نښی لکه tachycardia (د زړه د درزا یا ضربان زیاتېدل) او د valve له لارې د بوی ناکه (Pus) راوتل دي.
که د څاروي درملنه ونشي؛ نو له ۳ تر ۱۲ ورځو پخپله لوېږي؛ خو زیاتره وخت پریوان په زیلانځ کې دننه پاتې کېږي؛ ځکه Cervix بندېږي او په دې ډول پریوان تری بیا نشي وتلای. چې څاروی غویمه شي؛ نو د پریوان پاتې برخه ترې راوځي، که دا مهال پریوان په لاس یا میخانیکي ډول کش کړای شي؛ نو د زیلانځ عضله (Endometrium) به زیانمنه کړی. د پریوان له راکشولو ډډه وکړﺉ.
د پریوان په پاتې کېدو څاروی تر نظر لاندې ونیسی؛ ځکه د لوهې یا اشتها په کموالي څاروي په میتابولکي ناروغیو او یا هم د ابومیسم په ېی ځایه کېدو اخته کېدای شي.
درملنه:
- هیڅ مه کوئ: تر کومه چې څاروی صحتمند وي او لا هم تر ۱۲ ساعتو وخت لری، په تمه شی؛ ځکه د کم ځانو غواګانو پریوان پریوتنه وخت نیسي.
- د انټي بیوټیکو کارونه: په درملنه کې کې انتي بیوتیک هغه وخت کارولېږي، چې پریوان له ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو ونه لوېږي، انتی بیوتیک باید له ۳ تر ۷ ورځو جاري وساتل شي.
- (Intra utrine Thraphy) د زیلانځ دننه درملنه: زیاتره وخت په زیلانځ کې دننه پنسلین او تتراسکلین زرقېږي، چې کتیتر ننباسی؛ نو لومړی valve باید پاکه شي او هم ولیدل شی چې cervix (عنق زیلانځ ) ازاد دی او کنه؟
- دهارمونونو کارونه: په ټولیز ډول oxytocin کارولی شی، چې له ۲تر ۴ ساعتو وروسته یې په بیا ځلي یا تکراری ډول زرق کړﺉ؛ خو که په دې هارمون بیا هم پریوان پرې نه وځي بیا د Prostaglandin هارمون کارونه اړینه ده؛ ځکه oxytocin یوازې د ښویو عضلاتو د تقبض لامل ګرځي؛ خو Prostaglandin د Myometrium (چې د زیلانځ عضله ده) د تقبض لامل ګرځي، چې له امله یې د زیلانځ له Caruncles څخه Cotoyledone جلا کېږي او پریوان پرېوځي. ځینې وخت د پروسټاګلانډین په کارونې هم پریوان نه پرېوځی، چې دې حالت کې پریوان له زیلانځه راوتې وي او د cervix د بندېدو له کبله پریوان د زیلانځ او سرویکس ترمنځ پاتۍ شوی وي، دا وخت اړینه ده، چې استروجن هارمون زرق کړل شي، چې سرویکس ازاد کړي.