Hypocalcaemia (Milk Fever)

پوهنیار توحیدعلی عظیمي

د ننګرهار پوهنتون د کرنې د پوهنځی استاد

هایپوکلسیما حاده، بې تبې، شلوالی او لنډمهاله ګوزن ناروغي ده، چې تر لنګون مخکې او وروسته رامنځ ته کېږي. په دې ناروغۍ کې دا حالتونه رامنځ ته کېږي: د غواوو په دماغي حالت کې بدلون، د عضلاتو کمزوري کېدل (نیمګړی ګوزن) او د وینې د جریاني سیستم کې خرابوالی.

پوهنیار توحیدعلی عظیمي
پوهنیار توحیدعلی عظیمي

کلسیم په بدن کې د Acetylcholine ازادېدو ته اړین دي،Acetylcholine د عصب په وروستۍ برخه کې وي چې یو کيمیاوی پیغام وړونکی (Neurotrasnmeter)دی .نوموړی ماده عضلات فعالوي؛ نو د کلسیم د کمښت له امله د نوموړی مادې ازادیدل ځنډېږي او یا هم بندېږي، ځکه د کلسیم په کمښت کې د عضلاتو په دندو کې هم سستوالی رامنځ ته کېږي . کلسیم په عضلاتو (actin – myosin)باندی مستقیمه اغیزه لری ځکه خو د عضلاتی فلج رامنځ ته کیږی او څاروی د دریدو او ګرځیدو توان له لاسه ورکوی او بالاخره د کلسیم د کمښت له امله ښوی عضلات او د زړه د عضلې انقباض لږیږی.

په غواوو کې د هایپوکلسیما ۷۵ سلنه پیښې د زیږون په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې او ۱۲ سنله یی د زیږون څخه د ۲۴- ۴۸ ساعته وروسته رامنځ ته کیږی. ددی ناروغې یوازی ۶ سلنه پیښې د زیږون په مهال رامنځ ته کیږی. همدا څیر ۷ سلنه پیښې د زیږون لومړنی اونې څخه وروسته کې رامنځ ته کیږی.

د شیدو لوړې تولیدونکې غواوی په دی ناروغې ډیرې اخته کیږی. په امریکا کې په کلنې ډول د غواوو شپږ سلنه نفوس پری اخته کیږی چې د پټې کلینکی (Subclinical) پیښې د ۲- ۶۰ سنله جوړوی.

د هایپوکلسیما په پټو (په وینه کې د کلسیم غلظت لږوالی بی له دی چې په حیوان کې ناروغې نښې رامنځ ته کړی) پیښو کې ۵۰ سلنه هغه برخه څاروی دی چې عمر یی ډیر وی. چې کله کله د لنګون څخه وروسته د وچ موادو اخستلو ظرفیت ټیټوی، دویمی ناروغیو ته لاره هواروی، د شیدو تولید لږوی او په تکثری سیستم ااغیزه کوی. همدا څیر په ځوانو او لومړی ځلو غواوو کې د ناورغی د لږو پیښو لامل د لږو شیدو او ورګو تولید دی.

نسل ، عمر او شیدو تولید د هایپوکلسیما د ناروغې د رامنځ ته کیدو اړین فکتورونه دي، چې جرسی او ګرسنی د هولستین او براون سویس په پرتله ډیر اخته کیږی. جرسی نسل د هولستین په پرتله د ویټامین ډي لږی اخذی لری، خو هر هغه نسل چې د شیدو تولید یی ډیر وی د لنګون پر وخت په ورګو کې په لوړه کچه کلسیم ضایع کوی.

اتیولوژی:

1دا ناروغي په هر عمر که رامنځ کېږي؛ خو په لوړه کچه شیدی تولیدونکې غواګانو کې یې پیښې ډېرې دي له لنګون وروسته په شیدو کې په ډیره کچه د کلسیم د ضایع کېدو له کبله د کلسیم کمښت رامنځ ته کېږي.

وینه کې د کلسیم لږوالی د پاراتایروید هارمون تنبه کوی او د څو دقیقو په جریان کې د Parathyroid (PTH) هارمون د پښتورګو د ګلومیرول د فلتر (glomerular filtrate) څخه کلسیم بیرته وینه ته راجذب وی.

کلسیم په کولمو او څلور واړو معدو کې د ځانګړو اخذو په واسطه چې د ویټامین ډی او یو ډول پروتین څخه جوړی دی جذب وی. د حجراتو بیرونی مایعاتو (Extracellular fluid)  کلسیم په دوامدار توګه د خوړو او خوراک له لاری منظم ساتل کیږی. په ډیاګرام کې د کلسیم ، ویټامین ډی او پاراتایروید د هارمون تر منځ منظم اړیکی شتون لری که یو یی لږ شی یو پر بل به اغیره ولری.

  • همداراز د لنګون پر وخت د استروجن هارمون د کلسیم جذب ځنډوي، ځکه له لنګون مخکې او وروسته د کلسیم کمښت رامنځ ته کېږي .
  • په عادي ډول د حمل په وروستي پړاو کې د خوراک توکیو د لږې اخستنې له امله بدن ته په لږه کچه کلسیم برابرېږي.
  • که د حمل په پېر کې غوا ته په لوړه کچه کلسیم وخورول شی؛ نو د PTH هارمون د کلسیم جذب لږوي؛ نو له زیږون وروسته د کلسیم اړتیا ډېرېږي او بلخوا د خوړولو وړتیا راټیټوي ، چې د لږو خوړو او د PTH هارمون د نه تنبیه کېدو له امله بدن ته کلسیم نه رسي. د حمل په پېر کې د څارویو د اړتیا له مخې کلسیم وخوروﺉ، ځکه په لوړه کچه د کلسیم خورول څه ګټه نلري.
  • د لنګون څخه څو ورځی مخکی(حمل وروستنی پړاو) په عادی ډول د غواوو په فاضله موادو (سوټه) کې د ورځی د ۶- ۱۰ ګرامه ، په ادرار کې د ۰.۲۵ – ۱ ګرامه او د جنین د اسکلیټی لپاره د ورځی ۱۰ ګرامه کلسیم ته اړتیا لری، خو د ورګو تولید نوموړی اړتیا څو ځلې ډیروی ځکه چې د ورګو هر یو لیتر د ۲ – ۳.۲ ګرامه کلسیم ته اړتیا لری.
  • د منګنشیم کمښت د پاراتایروید هارمون تولید تنبه کیدل لږوی.

کلنيکي نښې او نومېرنه – تشخيص:

کلسیم په بدن کې ډېرې دندې لری چې په کمښت سره یې د بدن په فزیولوژي باندی اغیزناکه کلینکی نښې رامنځ ته کیږی.

. دا ناروغي درې پړاوونه لري. په لومړي پړاو کې غوا حرکت کوي؛ خو ډېره حساسه (Hypersensitivity) ، پارنده – هیجانه (Excitability)، ناارامه وي، په ورستنیو پښو ګیډه په لغته وهي، د حرکت پر مهال د عضلاتو ترمنځ ناهمغږي وي(Ataxic) ، په عضلاتو او ګیډه کې   لړزه(tremor) وي، د غوږنو ناڅاپي راغونډیل او ټکان ورکول او د سر ښکته کېدنه او پورته کېدنه پکې وي . که په دې حالت کې کلسیم زرق نشي؛ نو غوا د ناروغۍ دویم پړاو ته ورننوځي.

1په دویم پړاو کې غوا په سینه ملاسته(Sternal recumbency) وي او د درېدلو توان نلري، غوا خپه، بې لوهې – اشتهاء او پوزه یې وچې وي(Dry Muzzle) ، د بدن د تودوخی درجه یی ټیټه (Subnormal body Temperature او یخه وي. په سایتسکوپ د زړه د حرکاتو چټک (Tachycardia)  غږونه اورېدل کېږي، د ښوی عضلاتو د (Smooth Muscle ) فلج له امله د هاضمي غونډال د حرکاتو دریدل پکې وي (Stasis) ( چې د Stasis له امله د Bloat )، د مقعد د سپنکټر سستیدل او د تشو او ډکو متیازو بندیدل پکې رامنځ کېږي . که دا وخت د مقعد له لارې لاس ورننباسی؛ نو مثانه به له تشو متیازو ډکه وي؛ خو غوا به تشې متیازې نشي کولای. په دی پړاو کې غوا خپل سر او غاړه منحنی (S bend shape)ډول نیولی وی او غوا په ټټر او ګیډه په ځمکه پرته وي، چې دا دوه یې له ځانګړو نښو ځنې دي، چې زیاتره وخت په همدې دوو نښو ناروغي پېژندل کېږي.

په درېیم پړاو کې غوا په تدریجي ډول بیداري(Consciousness) له لاسه ورکوي او (عصبي غونډال ته د ضربې له امله) څاروی Coma ته ځي، په ټټر د ملاستې وړتیا هم له لاسه ورکوي ،عضلات یی په بشپړ ډول سست وي او د هر ډول تنبه کوونکې پر وړاندې څه غبرګون نه ښيي، څاروی شدید Bloat لري، د زړه ضربان یې په یوه دقیقه کې تر ۱۲۰ لوړ وي.

ددې ناروغۍ نښې له نورو ناروغیو سره شریکې دي لکه په Toxic Mastitis , toxic Metritis , Systemic toxic condition , Traumatic injury ، د لنګون له امله فلج دL6 lumber ، Sciatic او Obturator عصبونو فلج، Aspiration pneumonia لیدل کېږي .

ځنی وختونه د کلسیم د کمښت عادی پیښې دویمی ځنډونه لکه د زیږون وروسته دپلاسنټا د وتلو خڼدیدل (د کلسیم د کمښت له امله ښوی او د رحم عضلات انقباض نه کوی)، د شیدو تولید لږوالی (۱۴ سلنه)، د معافیتی سیستم ضعیفوالی   رامنځ ته کوی.

کلینکی پتالوژی:

په وینه کې د کلسیم عادي کچه د 10-12 mg/dL وي، چې د ناروغی په وخت نوموړې کچه د 2- 7 mg/dl ته راټیټېږي. په وینه کې د کلسیم غلظت د 7mg/dL څخه لږوالی د ناروغی نښې رابرسیره کوی، خو خینی وختونه لکه د زیږون په مهال په وینه کې د کلسیم کچه د 7 mg څخه هم لږوی خو د ناروغې نښې په څاروی کې نه لیدل کیږی، حتی د ځنی غواوو د وینی د کلسیم غلظت د 5 mg/dL پوری وی روغې او ولاړې وي، خو د ډیرو پیښو کلینکی نښې په وینه کې د 5mg/dL کلسیم د غلظت سره رابرسیره کیږی.

د شیدو تبه په تدریجی ډول په وینه کې د کارټیسول (cortisol) غلظت لوړوی چې له امله یی معافیتی سیستم ضعیفه کیږی او څاروی دویمی ناروغیو ته مخه کوی.

د شیدو د تبې په مهال په بدن کې د ګلوکوز (Hyperglycemia) مقدار ډیر لوړ وی ځکه د حجراتو بین الخلاوی (Extracellular fluid) مایعاتو کې د لږ کلسیم له امله د پانقراص B-cell (بی حجرات) انسولین نه تولیدوی.

په یاد ولری چې د کلسیم په کمښت اخته څارویو تشخیص په ژوندون وکړی ځکه چې د مرګ څخه وروسته په بدن کې کوم ځانګړی هستالوژیک تغییرات نه رامنځ ته کیږی.

درملنه :

مخکې له دې چې تاسی د کلسیم درملنه پیل کړی د لنګون په مهال د غواوو د ملاستې نور عوامل هم وپلټې او نورو ناروغیو سره لکه غولانزی التهاب ، metritis ، د خاصری لګن فزیکی ضربه، Obturator فلج ، د پښې د هډوکی ماتیدنه ، downer cow syndrome او pregnancy toxima تر منځ توپیر وکړی.

د درملنې لومړی موخه د سیروم د کلسیم کچه بېرته عادي حالت ته راګرځول دي، چې په دې توګه د عضلاتو او د اعصابو د تخریب مخنیوی وشي،ځکه ملاسته د عضلاتو د تخریب کچه دومره لوړه کړی چې بیا بیرته عادی حالت ته نه ګرځی.

په لومړی پړاو اخته غواوو ته د خولی له لارې او یا د رګ له لارې کلسیم ترزیق کړی، خو په دویم او دریم پړاو اخته غواوو ته د رګ له لاری حتمی کلسیم ورکړی. که په کلسیم اخته غواوو درملنه ترسره نشی ۷۵ سلنه به یی ومری.

1غوا ته د خولی له لارې کلسیم ورکړی، ځکه د خولی له لاری د کلسیم خورول – تغذیه کول د زړه وژنی خطر له منځه وړي. په ټولیز ډول کلسیم د calcium propionate نیم کيلو پوډر وي چې په ۸ – ۱۶ لیترو اوبو کې حل کړی او د Drench له لاری (په خوله کې) څاروي ته ورکړی. که ۵۰ ګرامه حلېدونکی کلسیم د خولی له لاری غوا ته ورکړی ۴ ګرامه نږه کلسیم به وینی جریان ته داخل شي. د کلسیم په کمښت اخته ناروغۍ غواوی د کلسیم په ورکړې سملاسي نتیجه ورکوي. د بېلګې په توګه لړزه(Tremors) د عصبي ژوندینکیو د دندو پایله ده، د زړه پیاوړی او غړیالی – غښتلی غږ او لږ ضربان د زړه د رغون پایله ده. همداراز د ښوی عضلاتو فعالیتونه لکه Eructation (د خولی له لارې د غازونو ویستل )، تشې متیازې او ډکې متیازې کول او د ملاستی غوا دریدل د کلسیم تر زرق سملاسي وروسته رامنځ ته کېږي

ددې ناروغې لپاره ستندر شوی د کلسیم ګلوکونیټ ۵۰۰ ملی لیتره محلول څخه کار واخستل شی چې نوموړی درملنه ۱۰.۸ ګرامه کلسیم لری. کلسیم زړه وژونکی(Cardiotoxic) دی، ځکه یې زرق په ۱۰ – ۲۰ دقیقو کې وکړی. د زرق پر مهال په سایتوسکوپ د زړه ضربان تر نظر لاندې ونیسی که

دBradycarida (د زړه د ضربان ټیټیدل) رامنځ ته شو؛ نو سملاسي د کلسیم زرق تر هغې بند کړی،

چې د زړه ضربان بېرته عادی حالت ته راوګرځي.

څرنګه چې کلسیم میټابولیزم ډیر پیچلی او په ډیرو ځایونو کې په کار وړل کیږی ځکه نو د تطبیق لپاره یی کومه ځانکړی اندازه نشته خو څرنګه چې د څارویو د وینی د کلسیم کچه ۶ ګرامه وی او په ۵۰۰ ملی لیتر کې د ۱۰.۸ ګرامه کلسیم شتون لری ورته بسنه کوی. په ساحه کې صحی کارمندان په دې خبره ټینګار کوی چې د کلسیم د دویم بوتل رزق حتمی دی،خو له پورته مقدار څخه د کلسیم اضافه مقدار د پښتورګو له لارې اطراح کیږی. د غواوو ولاړه او دریدنه د دویم بوتل د تطبیق له امله نه وی بلکی په بدن کې د وخت په تیریدو سره د ضایع شوی کلسیم کچه بیرته عادی حالت ته کرځی ځکه د کلسیم ۲۳ سلنه یو ۵۰۰ ملی لیتره بوتل د وینی د کلسیم کچه د ۱۵- ۲۲ ملی ګرام/دیسی لیتر ته لوړوی.

په ټولیز ډول پر هرو ۴۵ کېلو ژوندی وزن باندی یو ګرامه کلسیم ته اړتیا ده، په مارکېټ کې ۵۰۰ ملي لیتره ځینې محلولونه شته چې ۸ – ۱۱ ګرامه کلسیم لري. غټې غواوې تر پوستکې لاندې دویم ځلی زرق ته اړتیا لري، ځکه د پوستکې له لاری زرق ډیر ورو ورو وي او د ورید په پرتله تر ډیر وخته وجود ته کلسیم برابروي. هغه محلولونه چې په خپل تړښت کې ډیکسټروز او فارم الدیهاید لري ، که تر پوستکي له لارې زرق شي تخریش رامنځ ته کوي، ځکه کلسم په زرق شویو حجرو کې د نکروزس باعث ګرځی .ځینې محلولونه له کلسیم سره نور عناصر (لکه فاسفورس ، مګنیشيم) هم لري.

1د رګ له لاری د کلسیم د ترزیق لوی ناوړه اغیزه Hypercalcemia (په وینه کې د کلسیم لوړوالی) دی چې د کلسیم د لوړوالی له امله د پاراتایروید (PTH) هارمون تولید او تنبه کیدل بندوی، د calcitonin هارمون افراز زیاتوی او د پښتورګو څخه د کلسیم د دویم ځلې جذب مخه نیسی دا حالت ددی باعث ګرځی د کلسیم د لومړنی تطبیق د۱۲- ۱۸ ساعته وروسته غواوی بیا ځلې په هایپوکلسیما ناروغې اخته شی، یعنی هغه غواوې چې د کلسیم د تطبیق په مهال دوه ۲۳ ٪ محلولونه ترزیق کړی بیا ځلې پری د هایپوکلسیما ناروغې راګرځی.

د کلسیم تر زرق سملاسي وروسته د عضلاتو د تقبضاتو له امله څاروی تشې او ډکې متیازې کوي، همداراز په یاد ولری چې د ورید له لارې د زرق پر مهال د کلسیم انفیژن له ورید څخه ۳۰- ۴۰ سانتي پورته ونیسی.

د هایپوکلسیما (شیدو تبه)د سادو پیښو ۶۰ سلنه ملاستې غواوې د کلسیم د لومړی ترزیق څخه نیم ساعت (۳۰ دقیقې ) وروسته سره روغې رمټې او راولاړی (دریدنه)شی. په ناروغې اخته ۱۵ سلنه غواوی د لومړی تطبیق څخه دوه ساعته وروسته راولاړیږی. همدا څیر هغه غواوی چې بلاربې وی د جنین د دروند وزن له امله په اسانې پورته کیدای نشی.

هغه ډله غواوی چې د کلسیم لومړی ترزیق سره روغې نشی، دویم ځلې ترزیق ورته د لومړی څخه ۱۰-۱۲ ساعته وروسته ورکړی، چې دا درملنه تر دری ځلو پوری تکرارولی شی. همدا څیر ۱۰ سلنه پیښې د کلیسم د ترزیق څخه ۲۴ساعته وروسته روغې او رمټې شي ،خو بدبختانه ۱۵ سلنه پیښو غواوی د هایپوکلسیما له امله د عضلاتو تخریب کچه ډیره لوړه وی او څاروی د بیا دریدنی توان له لاسه ورکوی.

1

One thought on “په غواګانو کې د کلسیم کمښت- د شیدو تبه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *