تاند- د طالبانو له لوري د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ له نیول کېدو وروسته ۱۸ افغان پولیس بې درکه دي.
ګومان کېږي چې وسله والو طالبانو به وژلي وي. د کورنیو چارو وزارت وویل چې ۱۷ پولیس بې درکه دي. خو نور چارواکي وايي چې د بې درکه شویو پولیسو شمېر ۱۸ دی.
د دې وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن رسنیو ته وویل چې د دوشنبې له ورځې د ۱۷ پولیسو په اړه هیڅ احوال نشته. د ده په وینا سرزورو د یکشنبې په ورځ غورماچ ولسوالي ونیوله.
لا هم دقیقه څرګنده نه ده چې غورماچ په کوم ولایت پوري تړلې ولسوالي ده. ځیني چارواکي یې د بادغیس برخه بولي خو ځیني نور یې د فاریاب.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې دوی د غورماچ امنیه قومنذدان، چې په جګړه کې ټپي شوی و، له ۱۳ نورو پولیسو سره نیولی دی. خو په فاریاب کې د ملي اردو قومندان وايي چې د غورماچ امنیه قومندان مجید ګلیم بافي له خپلو کسانو سره په خپله خوښه طالبانو ته تسلیم شوی دی.
صدیقي وايي چې کومکي ځواک غورماچ ته استول شوی او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به په دغه ولسوالۍ کې عملیات تنظیم او همږغه کړي.