خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠۵، ۰۱

 کندهار افغانستان- د کندهار په غورک ولسوالي کي د سړک غاړي د ماين چاودني پرون سهار يو تن بزګر په شهادت ورساوه

نوموړی بزګر پر داسي مهال وژل کیږي چي دخپل کروندې څخه د خپل کور پر لور روان و چي دیاد ولسوالي د یختول په سیمه کي  د ‌‌‌طالبانو له خوا پر یو ښخ سوی ماین ختلی او وژل سوى دى.

په دې ورستیو کی د وسلوالو ‌طالبان دا ډول ماینونو او برېدونو یوازنی قربانیان ملکی او بې ګناه وګړی تشکیلوی او طالبان چی موخه یې د امنیتی ځواکونو ته زیان رسول وی خو خپلو اهدافو ته نه رسیږي او عامو وګړو ته ځانی زویان رسوي.

 وسلوال طالبان همېشه  پر عامه لارو ماینونه ښخوي او ان د روژې په دې مبارکه میاشت کی هم خپلو دې ناروا اعمالو ته دامه ورکوي او خلګو ته مرګ ژوبله اړوی.

ځواب دلته پرېږدئ