تاند- په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې پیل شوي دي.

ایراني سرچینو نن /دوشنبه/ وویل، دا نښتې وروسته له دې پیل شوې چې وسله والو طالبانو د غور ولایت په چارسده ولسوالي کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر مرکزونو برید وکړ.

دغو سرچینو د حملې د وخت یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې تر نن /دوشنبې/ پوري د دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.

Ghorله بلې خوا د غور ولایت د امنیه قوماندان په قول ویل شوي چې په دې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي خو دقیق شمېر یې تراوسه څرګند نه دی.

ده همداراز وویل، جګړه د داعش د یوه قوماندان شاه ولي او د طالبانو د قوماندان احمد شاه د پلویانو ترمنځ نښتې ده.

ویل شوي چې د نښتو له کبله د سیمې یو شمېر کلیوال مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي.

تر دې پخوا په ننګرهار، زابل او فراه ولایتونو کې هم د داعش او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د داعش پلویان ادعا کوي چې په فراه او زابل کې د ایران سپاه پاسداران د دوی خلاف په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

د داعش ډله په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو له سختو او پر له پسې حملو سره مخامخ ده او ډېرې سیمې ورڅخه پاکې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *