تاند(یکشنبه، د ثور ۲۱ ) افغان چارواکي وايي، په غور ولایت کې پرون (شنبه) د خوړو د وېش پر سر په شخړه کې ۲ پولیس او ۴ ملکیان ووژل شول.
دا شخړه هغه مهال وشوه چې یوې قطري مرستندویې ټولنې مرسته وېشله.
د مرستې د ترلاسه کولو لپاره سلګونه تنه په فیروز کوه (چخچران) کې د غور د والي د دفتر مخته راټول شوي وو.
د غو رد ولایتي شورا مرستیال رييس عبدالرحمان اکشان فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، مرستې ته په کتار ولاړو کسانو کې ځینو اعتراض وکړ چې د مرستې په توزیع کې عدالت نه رعایت کېږي.
ده زیاته کړه، ګڼو اعتراض کوونکو هڅه وکړه چې د والي دفتر ته ننوځي چې له دې کبله د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ شخړه پېښه شوه.
چارواکي اعتراض کوونکي د تشدد او مرګ ژوبلې مسوول بولي.
د غور د والي ویندوی عارف عابر وايي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۴ ملکیان او ۲ پولیس ووژل شول.
په وژل شویو ملکیانو کې د سیمه ییزې راډیو یو کارکوونکی هم شامل دی.
همداراز په دې پېښه کې ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وسله والو کسانو د ولایت د مقام پر ودانۍ یرغل وروړی چې له کبله یې پولیس مجبوره شوي چې هوايي ډزې وکړي څو خلک تیت پرک شي.