تاند- د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خانشین او نهرسراج ولسوالیو کې د افغانستان د دولت۳۲ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې پرون یې د خانشین ولسوالۍ په کاریزک او ترکو سیمو کې وکړل، شل وسله وال طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې په همدې ورځ په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان پولیسو او ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر یو تن ښودل شوی خو ویل شوي چې یو پولیس او یو عسکر ژوبل شوي دي.
طالبانو د هلمندي چارواکو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د فاریاب والي: ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي
له بلې خوا په فاریاب کې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د تېرو درو ورځو په نښتو کې ۷۵ سخت دریځي وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ژوبل دي.
د فاریاب والي محمد الله بتاش نن /سې شنبه/ ادعا وکړه چې په تېرو درو ورځو کې په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ټولټال ۷۵ کورني او بهرني طالبان وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
بتاش وايي چې د فاریاب په جګړو کې پاکستاني او ازبکستاني طالبان هم برخه لري.
ده دا هم وویل چې په دې نښتو کې ۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
د فاریاب والي وویل چې لا هم په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې جګړه روانه ده او که حکومت فوري اقدام ونه کړي ممکن دواړه ولسوالۍ د حکومت له کنټروله ووځي.