تاند- د فاریاب ولایت چارواکي او اوسېدونکي وايي، تېره شپه په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري په ویشتل شویو هاوان ګولیو ۱۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

سیمه ییزو چارواکو او د دولت اباد ولسوالي اوسېدونکو نن /شنبه/ د چین خبري اژانس سینهوا ته وویل« د هاوان دوې ګولۍ د دولت اباد ولسوالي د تورت اتای د کلي پر کورونو ولګېدې چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.»

ډ وروستیو راپورونو له مخې، دولتي چارواکو تایید کړه چې هاوان امنیتي ځواکونو ویشتي دي. د دولت اباد ولسوال ځینو رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو غوښتل چې د طالبانو مورچې وولي خو د هاوان ګولۍ سهواً د خلکو پر کورونو ولګېده.

کلیوالو وویل چې نه پوهېږي چې هاوانونه د چا له لوري ویشتل شوي دي.

د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نهضت دا هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د دوی له معلوماتو سره سم ۹ ملکیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *