تاند – په فاریاب کې یوه انتحاري د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې ځان والوزاوه او ۲۰ تنه یې ځای پر ځای ووژل.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې انتحاري په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد نن /چهارشنبه/ د المار ولسوالۍ په بازار کې د دوکانونو په منځ کې وچاودول چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۰ تنه عام افغانان ووژل شول.

د پېښې په لومړیو شېبو کې د فاریاب د پولیسو مرستیال قومندان بریالي بشریار رسنیو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې ۱۰ تنه وژل شوي خو چاودنه ډېره لویه او زوروره وه، ممکن د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.

ده همداراز وویل چې په دې حمله کې یو شمېر دوکانداران او سودا اخیستونکي ژوبل شوي دي خو تراوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم. خو ځینو نورو چارواکو د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي چې د ټپیانو شمېر تر ۳۰ تنو اوړي.

خو اوس د فاریاب مرستیال والي عبدالستار بارز د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ښيي مګر نور چارواکي وايي چې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي.

ویل کېږي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

په وژل شویو کسانو کې د ملي اردو یو سرتېری هم شامل دی.

د دې برید مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.

له دې جلا وسله والو طالبانو نن سهار په اروزګان ولایت کې یو قومي مشر په دار وځړاوه.

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو حاجي عباس له تښتولو وروسته په خاص اروزګان ولسوالۍ کې وواژه.

د نوموړي مړی موندل شوی خو د وژلو د علت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *