تاند- په فاریاب ولایت کې د اسلامي جمعیت او د ملي – اسلامي غورځنګ (جنبش) ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د دواړو ګوندونو سرچینې او شاهدان وايي چې دا نښتې له څو ورځو راهیسي پیل شوي او د دې خبر د ترلاسه کېدو تر شېبې (د سې شنبې تر ماښامه) پوري لا روانې وې.
د دواړو خواوو ترمنځ تر دې پخوا هم په فاریاب ولایت کې خونړۍ نښتې شوې وې.
فاریاب د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د نفوذ سیمه ګڼل کېږي خو په وروستیو کې د بلخ والي عطا محمد نور هم خپل کسان پکې پیاوړي کړي او د دوستم د نفوذ ساحه یې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې او شاهدان وايي چې په دې نښتو کې د دواړو خواوو لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د فاریاب ولایتي ادارې او د ملي غورځنګ او اسلامي جمعیت ګوندونو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
شاهدان وايي چې په دې جګړو کې سیمه ییزو پولیسو هم د ښکېلو خواوو په ګټه په جګړه کې برخه اخیستې ده. په فاریاب کې سیمه ییز پولیس په ځلونو د عامو خلکو په ځورولو او وژلو تورن شوي دي.