تاند- وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان، چې له غورماچ ولسوالي څخه د فاریاب ولایت مرکز ته روان و، حمله وکړه.

راپورونه وايي چې شاوخوا ۳۵۰ افغان امنیتي ځواکونه، چې ډېره موده په غورماچ ولسوالي کې محاصره ول، له غورماچ څخه د میمنې په لور وخوځېدل خو په لاره پرې وسله والو طالبانو برید وکړ.

راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د چهارشنبې تېپې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

دا سیمه د قیصار او غورماچ ولسوالیو ترمنځ پرته ده.

له غورماچ څخه د دغو ۳۵۰ امنیتي ځواکونو له وتلو وروسته دا ولسوالي په بشپړ ډ‌ول د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

دا ولسوالي په ځلونو د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی شوی چې طالبان په خپلو کلیو کې پرېنږدي ځکه چې هوايي ځواک غواړي چې پر طالبانو بمباري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *