فاریاب ولایت

تاند- یوې زوروې ځانمرګې چاودنې، چې د رکشا په وسیله وشوه نن په فاریاب کې لږ ترلږه ۱۵ تنه ووژل او په لسګونو نور ژوبل کړل.

د راپورونو له مخې ځانمرګي، چې په رکشا کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي ول، د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په بازار او له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې ځان والوزاوه.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ژوبل دي.

وېره ده چې د تلفاتو شمېر ډېر شي ځکه چې په ټپیانو کې د ځینو حال نازک دی.

د فاریاب د والي مرستیال عبدالستار بارز وویل چې چاودنه د والي له دفتره ۳۰۰ متره لېرې تلاشۍ په یوه نقطه کې وشوه.