تاند- په فاریاب ولایت کې ۸ پولیس، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، د یوه بل پولیس له لوري ووژل شول.
په فاریاب ولایت کې پولیس او ملکي چارواکي وايي، دا پېښه نن /جمعه/ د طالبانو د یوه نفوذي کس له لوري د المار ولسوالي په یوه پوسته کې وشوه.
تراوسه پوري طالبانو او د دولت نورو وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې حمله کوونکی له طالبانو سره یوځای شوی دی.
ویاند عبدالکریم یورش فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د پېښې قربانیان ته، چې ۴ رسمي پولیس او ۴ نور سیمه ییز پولیس ول.
د ده په وینا دغو پولیسو ته په خپله پوسته کې لومړی زهرجن یا مخدر مواد ورکړل شوي وو او وروسته د غدار پولیس له لوري پرې ډزې شوي دي.
د المار ولسوال صالح صالح پېښه تایید کړه او ویې ویل چې ټول پولیس د یوې کورنۍ غړي ول.
سیمه ییزې رسنۍ وايي چې حمله کوونکی یو کال پخوا له طالبانو سره ملګری شوی و.