نن یکشنبه د روان زېږدیز کال د جون ۲۵ مه، د فدراتیفې روسيې په مسکو ښار کې یو شمېر افغانان په فدراتیفه روسیه کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي جلالتماب عبدالقیوم کوچي په بلنه د افغانستان په سفارت کې کوچنی اختر ونمانځه.
غونډه په روسیه کې د افغانستان سفارت د کلتوري چارو د مشر ښاغلي شاه سلطان عاکفي په ویندویۍ پر مخ وړل کېده چې د قرات لپاره یې مولوي عنایت الله دریځ ته را وغوښت تر څو د قرانکریم په مبارکو ایتونو نننۍ غوڼده پیل کړي.
د اختریز پرګرام لومړۍ وینا په فدراتیفه روسیه کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي جلالتماب عبدالقیوم کوچي واوروله، نوموړي په پیل کې ټولو افغانانو ته ښه راغلاست او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
عبدالقیوم کوچي وویل: د ویاړ ځای دی چې نن افغانان په یوه تغر سره په خپل کور کې را ټول شوي او خپل ملي دود او کوچنی اختر په ګډه لمانځي، دا را ټولېدنه او یو ځای والی واټنونه لمنځه وړي او د افغانانو ترمنځ د اتحاد څادر غوړوي.
ښاغلي سفیر په افغانستان کې د ورستیو پېښو شهیدانو ته دعا او کورنیو ته يې جمیل صبر وغوښت.
نوموړي په فدراتیفه روسیه کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ تر څو د د افغان – روسیې تر منځ د اړیګو د ټینګښت په برخه کې د تل پاتې همکارۍ هڅې وکړي.
له هغه وروسته جنرال محمد ایوب منصور، راضیه هوتکی، وحید محسني، اسدالله نوري او کرتارسنګ د کوچني اختر مبارکي او ویناوې وړاندې کړې او په افغانستان کې يې د تل پاتې سولې او ټیکاو هیله وکړه.
په یاد اختریز پرګرام کې د ولسمشر د نظامي چارو سلاکار حبیب الله احمدزي، په فدراتیفه روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې مشرتابه هیئت، په فدراتیفه روسیه کې د افغانانو د تجارتي مرکز هیئت غړیو، د بېلابېلو مدني ټولنو استازو، مېرمنو، محصلینو، مخورو مشرانو او په فدراتیفه روسیه کې د افغانستان سفارت ډیپلماتانو ګډون درلود.
غونډه د غرمنۍ په خوړلو سره، چې په فدراتیفه روسیه کې د لوی سفیر عبدالقیوم کوچي له لورې برابره شوې وه د ورولۍ په فضا کې پای ته ورسېده.
راپور: اسدالله نوري