تاند – یو شمېر افغان کډوالو او په فرانسه کې مېشتو افغانانو د یکشنبې په ورځ د هغو بهرنیو کډوالو پر ضد لاریون وکړ چې د افغانانو په نامه په فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي.‌

د راپورونو له مخې نژدې ۱۷۰ زره مینه وال لري لیکلي چې،‌ په سلګونو افغانانو د هغو پاکستانیانو پر ضد لاریون وکړ چې د افغانانو تر هویت لاندې خپل ځانونه ثبتوي.‌

ویل کېږي،‌ په زرګونو پاکستانیان د پاکستان د استخباراتي ادارو په وینا اروپایي هېوادونو ته تللي او خپل ځانونه یې د افغانانو په نومونو ثبت کړي څو په راتلونکي وخت کې ترې په افغانستان کې د خپلو جاسوسانو په توګه کار واخلي.‌

02

لاریونوالو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه کار مخه دې ونیسي.‌

ویل کیږي چې،‌ نه یوازې پاکستانیان بلکه ایرانیان او ان هندوان د افغانانو له هویت څخه په استفادې سره په اروپایي هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنه کوي او بیا په اړوندو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو څخه د پیسو په مقابل کې د افغاني هویت اسناد ترلاسه کوي.

رسنیو ته وتلي یو شمېرشکایتونه په ډاګه کوي چې، په اکثرو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو کارمندان چې اکثر یې د شمال د پخوانۍ ټلوالې کسان دي له افغانانو او په تېره بیا له پښتنو سره ناسم او زوروونکی چلند کوي په داسې حال کې چې بهرنیانو ته بیا د پیسو په مقابل کې د افغانستان اسناد ورکوي.‌

7 thoughts on “په فرانسه کې افغانانو د بهرنیانو د درغلۍ پر ضد اعتراض وکړ”
  1. سلام
    زه هم یو افغان پناه غوښتنکی یم، زه خپل د سترګو لیدلی حال درته وایم:
    دا له شک پرته ده چې ایرانیان او پاکستانیان د افغان هویت نه په ګټې دلته په اروپا کې پناه غوښتنه کوي.
    ما خپل د سفر په لاره کې ډېری دا کیسې ولیدلې چې دروونکې او د بې عدالتۍ دي. په ټوله کې افغان مهاجرو او په ځانګړي ډول پښتنو پناه غوښتونکو سره په ټوله ډېر بد او ناسم چلند کېږي. ما له ډېرو ملګرو اوریدلي چه په افغان سفارتونو کې ورسره سل په سلو کې بد چلند شوی، د مور او مېرې سلوک ورسره شوی. د دې زه ځپله شاهد یم چی په اکثرو مهاجر کمپونو کې هغه دري زبانه زمونږ خپل ورونه چې یا یی ایران کی یو څه وخت تېر کړی او یا له پخوانه ورته پښتانه ښه نه ایسي او بیا دلته په کمپونو کط د کارمندانو په حیث وظیفه اجرا کوی له مونږ سره ډېر بد چلند کوي… دا یوازی یوه بېلګه ده چې زه تاسو سره شریکوم، ځکه د موبایل پيغام له لاری نشم کولی چې پوره وضاحت درکړم. که تاسو غواړئنور معلومات او څرګندونې درکړم زه مو خدمت کې یم.

  2. سلام
    زه هم یو افغان پناه غوښتنکی یم، زه خپل د
    سترګو لیدلی حال درته وایم

    دا له شک پرته ده چې ایرانیان او پاکستانیان د افغان هویت نه په استفادې دلته په اروپا کې پناه غوښتنه کوي.
    ما خپل د سفر په لاره کې ډېری دا کیسې ولیدلې چې دروونکې او د بې عدالتۍ دي. په ټوله کې افغان مهاجرو او په ځانګړي ډول پښتنو پناه غوښتونکو سره په اکثرو اروپایې هېوادونو کې ډېر بد او ناسم چلند کېږي. ما له ډېرو ملګرو اوریدلي او لیدلي چې په افغان سفارتونو کې ورسره سل په سلو کې بد چلند شوی، د مور او مېرې سلوک ورسره شوی او هیڅوک یې غږ نه اوري. د دې زه خپله شاهد یم، چی په اکثرو مهاجر کمپونو کې ان ( هغه دري زبانه زمونږ خپل ورونه چې یا یی ایران کی یو څه وخت تېر کړی او یا له پخوانه ورته پښتانه ښه نه ایسي) او بیا دلته په کمپونو کې د کارمندانو په حیث وظیفه کوی او په همدې ډول نور ایراني کارمندان له مونږ سره ډېر بد چلند کوي.، دې ته ورته نورې ډېرې نادودې روانې دي چې ان کله که کومه رسنۍ غواړي له مونږ سره مرکه وکړي مونږ منع کوي. دا یوازی یوه بېلګه ده، چې زه یې تاسو سره شریکوم، ځکه د موبایل پيغام له لارې نشم کولی چې پوره وضاحت درکړم. که تاسو غواړئ نور معلومات او څرګندونې درسره شریکې کړم، نو زه مو خدمت کې یم…

  3. دشمال ټلوالې سپي په ارو پا کې هم پښتنو ته د پا کستا ني اتبا عو په نا مه مشکلا ت جوړ ه وي، لکه څنګه چې یې په هند کې پښتنو محصیلینو ته د پا کستا نیانو په نا مه سختې ستو نزې را ولا ړې کړې وې او اوس غواړي په ارو پا کې د پښتنو کډ والو لپاره له همغې نسخې کار وا خلې، با ید له یاده و نه با سو چې په دا ۳۷ کلونو کې چې افغان مها جرین په پا کستان کې میشته وو هلته ددوی بچي پیدا شوي دي چي هغوی ټول او س ځوا نان دي او په پيښورۍ لهجه پښتو وایي د شورای نظار د لنډه غرو او ستمیا نو له نظره هغوی پا کستا نیان بولي

  4. زما په اند په دی ليکنه کی هر څه درست په جای اوواضح ليکل شوی دی چی ددی همسايه هيوادونو مهاجر ځانونه افغانان بولی کله چی داروپا تابعيت ترلاسه کړی ځان پاکيستان اوايرانی نه شميری دنمونی په توګه دايران څخه راغلی مهاجر دخومينی عبادت کوی او تر شلو لوړ عمر لری نو ځانونه دزير سن( ټيټ) عمر ورکوی کله چی اسناد تر لاسه کړی نوبيا نه افغان ده او نه مسلمان اوخپل سفرونه دخومينی پلازمينی ته کوی ، په ميډيا او فيسبوک کی زمونږ دريس جمهور پسی کنځلی اوبد رد وايي . دفرانسی دوستانو سم اقدام کړی .دلته په اروپايي دولتونه اوحکومتونو کی دمهاجرو پوری تړلی ادارو کی دريشتيا اوحقيقت پر ځای دروغ زياد چليږی داسی کسان چی زما دکلی دی پلار اونيکه يي پيژنم دمنفی جواب ورکوی اوهغه کسان چی جعلی اسناد جوړوی اوځانونه دافغانستان بولی هغوی قبليږی ددی لپاره بايد دا اداری دسابقه دارواوهغووطنی خلکو څخه چی دهيواد په ګوټ ګوټ کی پوره بلد دی مشوره واخلی اودا کوم مشکل کار ندی په هر اروپايي هيواد کی دافغانانو ټولنه شتون لری اوبايد تری پوښتنه وکړی.

  5. ددی خلکو په کورونو کی ايرانی اوپاکيستانی تلويزوننه چالان وی، د ټولو بدو کارونه اوکړنو مسوليت په افغانانو اچوی

  6. ولې پاکستانيان ؟؟ هغوی خو په اردو ژبه خبرې کوي او پښتانه خو ځانونه افغانان بولي !
    زه خو دلته ډېر ایرانيان پیژنم چې فاړسيبان افغان په نوم راغلي دي او دوی هیڅ وخت هم ځان افغان ندی بللی بلکې افغان ته دحقارت پ ستر ګو ګوري !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *