تاند – د فرانسې په جنوب کې د نیس په نامه ښار کې د اورلوبې په یوه مېله باندې برید کې خواوشا ۳۰ کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
یو شمېر رسنیو د مړو شمېر ۶۰ تنه ښودلی او لیکلي یې دي چې له سلو نه ډېر کسان په پېښه کې ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې یو لارۍ موټر د فرانسې په نیس ښار کې په پرومیناډا دی انګلیس مېله ځای باندې د خلکو په ګڼه ګوڼه ورخېژول شوی او یاده فاجعه یې رامنځته کړې ده.
د نیس ښاروال کریسټیان ایسټروسي د بي بي سي نړیوال سروېس ته ویلي چې، «داسې ښکاري چې یوه لارۍ چلوونکي په لسګونو خلک وژلي دي.»
د فرانسې بی اېف اېم تلوېزیون دغه پېښه یوه حمله ګڼلې او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، خو تر اوسه پورې د پېښې علت نه دی معلوم شوی. فرانسه په پاریس کې د تېر کال له ترهګریزو بریدونو راهیسې چې له ۱۵۰ کسانو څخه ډېر په کې ووژل شول د تیارسۍ په حالت کې ده.
د فرانسې په نیس ښار کې دغه مېله له ۱۸مې پېړۍ را هیسې د سمندر په غاړه ترسره کیږي چې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي او په ځانګړې توګه انګلیسان ورته راځي او د سمندر د غاړې له نندارې، اورلوبو او ساعت تېریو څخه په کې خوند اخلي.