تاند- په سعودي عربستان کې سږنی تعلیمي کال په دې توپیر پيیل شو چې ښځو اجازه لرله موټر وچلوي او خپل ماشومان په خپلو موټرونو کې ښوونځیو ته ورسوي، خو په فرانسه کې د تعلیمي کال له لومړۍ ورځې څخه په ښوونځیو کې پر موبایل ټېلفون بندیز عملي شو.
پرون /دوشنبه/ په فرانسه کې نوی تعلیمي کال پیل شو.
په ښوونځیو کې پر ملفونونو بندیز د ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه وه چې د جولای په میاشت کې یې په اړه یو قانون تصویب شو.
د دې نوي قانون پر اساس د فرانسې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې پر موبایل ټېلفون، ځیرکو ساعتونو او ټبلېټونو بندیز لګول شوی دی.
د دې طرحې، چې له ګڼو مخالفتونو سره سره تصویب او په قانون بدل شو، پلویان وايي چې په ښوونځیو کې د ځیرک الیکترونیکي وسایلو بندیز به د زده کوونکو جسمي فعالیت زیات کړي.
دوی دغه راز وايي چې په ښوونځیو کې پر موبایل ټېلفون بندیز به د زده کوونکو په منځ کې د تشدد، شخړو او د لوڅو فلمونو د لیدو په کمېدو کې مرسته وکړي.
په فرانسه کې نژدې ۹۰ سلنه د ۱۲ تر ۱۷ کلونو ترمنځ زده کوونکي موبایل ټېلفون لري.
په ګڼو نورو اروپايي هیوادونو کې ماشومان ښوونځیو ته موبایل راوړی شي خو ټولګي ته یې د راوړلو اجازه نه لري. دوی عموماً خپل موبایلونه په هغو الماریو کې ساتي چې د ښوونځیو په دهلېزونو کې زده کوونکو ته ځانګړي دي.