تاند- د فرانسې کالې (Calais) بندري ښارګي ته نژدې د افغان او افریقايي کډوالو ترمنځ په اخوډب کې لږترلږه ۷ تنه ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې شاوخوا ۲۰۰ افغان او افریقايي کډوالو پرون /شنبه/ پر یو بل د ډبرو او لرګیو وارونه وکړل.

د دوی د شخړې د مخنیوي لپاره د فرانسې تر سلو زیات بلوا ضد پولیس سیمې ته ورغلل او نښته یې پای ته ورسوله.

په دې نښته کې اووه تنه ژوبل شوي خو پولیس وايي چې د خوږ شویو کسانو ټپونه برسېرنه دي.

کرسمس سالوم، چې په کمپ کې کډوالو ته خواړه برابروي، نن فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې شخړه پای ته رسېدلې ده.

ده همداراز وویل:«ځیني کډوال په تېره بیا افریقایان نشې کوي چې له کبله یې له افغانانو سره، چې د افریقایانو خلاف شراب نه څښي، جنجال کوي.»

ویل شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته د جمعې په مازدیګر «کالې» بندري ښارګي ته نژدې په شګلنو غونډیو کې پیل شوه او تر پرون /شنبې/ سهاره یې دوام وکړ.

د کالې بندر په کمپونو کې په سلګونو اسیايي او افریقايي کډوال مېشت دي. دوی هڅه کوي چې له بریټش چاینل یا هغو اوبو څخه، چې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ دي، بریتانیا ته واوړي.

Calaisدې اوبو ته، چې ورلاندې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ تونل تېر شوی دی، فرانسویان مانش وايي.

تراوسه پوري سمه څرګنده نه ده چې کډوالو ولي په خپل منځ کې سره وهلي دي.

په تېرو کلونو کې په دغه کمپ کې د افغانانو او کوردانو ترمنځ هم شخړې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *