تاند- د فرانسې د کډوالو یو کمپ د افغان او کورد پناه غوښتونکو ترمنځ د اخوډب په پایله کې اور واخیست.

د ګراند سانت په کمپ کې، چې د فرانسې په شمال کې دی، ۱۵۰۰ پناه غوښتونکي مېشت ول.

راپورونه وايي چې د افغان او کورد پناه غوښتونکو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې له ایرو پرته د کمپ بله هیڅ نښه نه ده پاتې شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان او کورد پناه غوښتونکو ترمنځ د فراسنې په شمال کې نښته کېږي، تر دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ څو ځلې اخوډبونه شوي دي.

یوه میاشت وړاندې فرانسوي چارواکو وویل، په دې خاطر چې پناه غوښتونکي بیا بیا شخړې کوي، ممکن ګراند سانت کمپ بیخي بند کړي.

دا کمپ وروسته له دې جوړ شو چې د کالې کمپ ویجاړ کړای شو.

د فرانسې شمالي کمپونه د پناه غوښتونکو لپاره بریتانیا ته د ټوپ د تختې حیثیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *