تاند- په فرانسه کې بدلمنو ښځو د هغه نوي تصویب شوي قانون خلاف مظاهره وکړه چې پر اساس یې نور په دغه هیواد کې څوک د پیسو په بدل کې بدلمني کولی نه شي.
د فرانسې د پارلمان له لوري په دغه نوي قانوني لایحه کې ویل شوي چې ځان پلورل (د پیسو په وړاندې جنسي اړیکې)غیرقانوني دي او که هر چا د خپل جنس د عرضه کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړې، ۳۷۵۰ یورو به جریمه کېږي.
په قانون کې دا هم ویل شوي چې لومړی به بدلمنو ته کورسونه جوړېږي او په دغو کورسونو کې به د جنس پلورونکو د ژوند په اړه معلومات ورکول کېږي.
په فرانسه کې د دغه لانجمن قانون پر تصویب دوه کلونه ولګېدل. د پارلمان په دواړو جرګو کې د هغه پر سر ژور اختلاف و.
پر دې قانون د وروستي بحث په لړ کې ګڼ شمېر بدلمنې ښځې د پارلمان د ودانۍ مخته د اعتراض په دود راټولې شوې.
دوی پر خپلو شعارونو لیکلي وو:«موږ مه ازادوئ، موږ خپل غم په خپله خوړلی شو.»
په فرانسه کې د بدلمنو ښځو ټولنه وايي چې نوی قانون په درست هیواد کې د ۳۰ زره او ۴۰ زره تنو ترمنځ ښځو کاروبار خرابولی شي.
خو د جنسي کاروبار مخالفان وايي چې پر جنس پلورلو بندیز به په فرانسه کې د انسانانو د قاچاق شبکه ختمه کړي.
په نوي قانون کې ویل شوي چې بهرنۍ بدلمنو ته په هغه صورت کې په فرانسه کې د اوسېدو موقتي اجازه ورکول کېږي چې ځان ته بل کار پیدا کړي.
تر دې پخوا سویډن ورته قانون تصویب کړی و.
کتونکي هیله لري چې په فرانسه کې د ځان پلورولو بندیز به مرسته وکړي چې له نورو هیوادونو څخه فرانسې ته ډېرې په قاچاق وړل شوې ښځې بېرته له خپلوانو سره یوځای شي.
ګومان کېږي چې د فرانسې اکثره ځان پلورونکې ښځې له نورو هیوادونو څخه په زور او یا قاچاق راوړل شوي دي.