تاند- یو بوتل فرانسوي شراب یا واین، چې په ۱۷۷۴ م کال جوړ شوي وو، په یولکو ۳ زره یورو وپلورل شول.

دا واین په یوه لیلام کې وپلورل شول او د پېرونکي نوم یې نه دی اعلان شوی.

دا سپین واین د شپاړسم لویي د واکمنۍ په دوره کې د فرانسې په ختیځ کې جوړ شوي وو.

په لیلام کې د شپاړسم لویي د دورې دوه نور سپین واینونه په ۷۶ زره او ۷۳ زره یورو وپلورل شول.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ م کال یو بوتل واین په ۵۷ زره یورو پلورل شوي و.

 د سږکال په جنورۍ کې په ډنمارک کې له یوه بار څخه د ودکا یو بوتل غلا شو چې قیمت یې ۱۳ لکه ډالر و.

دا بوتل څو ورځې وروسته په یوه نیمکاره ودانۍ کې وموندل شو.

د دې ودکا، چې د روسو بوتیک ودکا نومېږي، په اړه ویل شوي چې ارزښت یې په دې زیات و چې په بوتل کې یې ۳ کیلو ګرامه سره او ۳ کیلو ګرامه سپین زر کارول شوي. پر دې سربېره د بوتل چرمي پوښ د مونت کارلو د ۱۹۱۲ م کال د ځغاستې د موټر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *