په همدي تړاو دفراه ولایت د کلیود بیارغوني اوپراختیا ریاست دغونډوپه تالارکې یوه پراخه غونډه جوړه شوي وه چي دولایت مقام استازی حاجي سخیداد کریمی سربیره دسکتوري ادارو ریسانو دپشترود اوبالابلوک ولسوالانو اودیادو دوو ولسوالیو په لسګونو مخورو قومي مشرانو او دشوراګانو استازو ګډون درلود.
غونډه دقران عظیم الشان په څومبارکوایتونو سره پيل شوه.ورپسي اینجینیر عبدالروف دکلیو دبیارغوني اوپراختیا ریس،داقتصادریاست ریس ظاهرشاه خادم،دبالابلوک ولسوالۍ ولسوال،د بالابلوک دشوراګانو ۲تنو استازو او دولایت مقام استازی حاجی سخیداد کریمی خبري وکړي .
نومړو هریوه په خپل وار یادي پروژي ګټوري وبللي اوپه ډاګه یی ګړه چې واقعا په یادو دوو ولسوالیو کې چې خلکو دبیکارۍ څخه سرټکاوه اوله بله اړخه یی داوبو لګوني په برخه کې ستونزي درلودي ډیره مرسته کړیده.ددغوپروژو په تطبیق کیدلو سره پراوسني امنیتی وضیعت یی هم مثبت اغیزشیندلی دی.
دغه پروژي دفراه ولایت په بالابلوک او پشترود ولسوالیوکی ګتی اخیستنی ته وړاندی شوی چی ټولیز لګښت یی کابو ۲۰ میلیونه افغانی دی.
دغه پروژي د اوبو کابو ۵۰ پنګه دی چی په جوړولو سره یی کابو ۷۰۰۰۰ زره تنو ته اسانتیاوی رامنځته شوی دی.
په دغو پروژ کی چې ۹ یی د بالابلوک ولسوالۍ په تپه سادات،تودنک ملک شیر،تودنک عبدالودود، تودنک پایین، الکوزی،صفرک،خواجه هان او خواجه خضر کلیو کی ترسره شوی دي.
همداشان یوه بله پروژه چی لس پنګونه پکی شامل وه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په تپه شیران کلي کي ترسره شوي ده. په دغو ټولو پروژه له کابو یوه کال راهیسی کار پیل شوی وو .
د فراه ولایت د کلیو د بیارغونی او پراختیا ریاست ریس وویل چی د ثبات برنامه له یوه کاله راهیسی په فراه ولایت کی پیل شوی او دم ګړی تر ۵۰ پروژو زیاتی په بالابلوک ، پشترود او خاکسفید ولسوالیو کی تر لاس لاندې لري چی لس یی اوس بشپړه شوی دي. عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند