تاند- د فراه د سیمه ییزو چارواکو په وینا د دغه ولایت په محبس کې ګڼ شمېر بندیانو اعتصاب کړی دی.
ویل شوي چې په لسګونو بندیانو په دې اعتراض چې ولي د ولسمشر د بخښنې په فرمان کې نه دي شامل شوي، لوږ تړ کړی دی.
بندیانو د محبس د بلاک دروازه په ځان پسې پوري کړې او څوک داخل ته نه پرېږدي.
په فراه کې ټولټال ۷۲۸ تنه بندیان دي.
چارواکي د اعتصاب کوونکو شمېر ۲۲ تنه ښيي خو ګومان کېږي چې د هغوی شمېر تر دې ډېر وي.د فراه د محبس مدیر وايي چې د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې یو شمېر بندیان عفوه شول خو یو شمېر نور نه شول.
د ده په وینا د ولسمشر په پخوانیو فرمانونو د لوږتړ کوونکو د بند نیمايي موده بخښل شوې ځکه په نوي فرمان کې تخفبف نه شي ورکول کېدای.
تر دې مخکې کابو دوې میاشتې پخوا هم په فراه کې بندیانو په ورته علت اعتصاب کړی و.
د افغانستان په محبسونو کې بندیان ډېر ځلي د بد چلن، خرابو خوړو او د استوګنې د شرایطو په خاطر اعتصابونه کوي. په ځلونو بندیانو خولې ګنډلي دي.
تر دې مخکې تر ټولو وروستی اعتصاب د هرات په محبس کې د شاوخوا دوو زرو بندیانو وو. هغوی خپل اعتصاب وروسته له دېژ پأای ته ورساوه چې ولسمشر یو پلاوی ورولېږه څو د دوی شکایتونه له نژدې واوري.