تاند- راپورونه وايي چې په فراه ولایت کې قومي مشرانو له خپلو خلکو غوښتي چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد په جګړه کې له امنیتي ځواکونو سره ودرېږي.
د فراه ولایت د مرکز په شاوخوا کې له تېرو څو ورځو راهیسي جګړه روانه ده خو له پرون راهیسي یې شدت خورا زیات شوی دی.
د فراه اوسېدونکي وايي چې د ولایت د مرکز فراه ښار په ۳ کیلومترۍ کې جګړه روانه ده.
له بلې خوا د ملي اردو د ظفر قول اردو قوماندان، چې اصلي مرکز یې په ګاونډي هرات ولایت کې دی، له کومکي ځواک سره فراه ته رسېدلی څو د طالبانو حملې وځپي.
ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبانو د ښار لور ته پرمختګ کړی دی.
د دغو راپورونو پر اساس طالبان توانېدلي چې د نوبهار او رج امنیتي پوستې ونیسي. طالبانو تېره اوونۍ هم پر دغو پوستو بریدونه کړي ول خو په شا وتبمول شول.
د فراه د والي ویندوی ناصر مهدي د طالبانو لاس ته د بیرنګ توت او نوبهار سیمو لوېدا تایید کړه.
د فراه د ځوانانو د شورا رييس محمد داوود ارام وايي چې اوس د باغ پُل په سیمه کې جګړه روانه ده.
د نوبهار سیمه د فراه له مرکزه ۱۲ کیلومتره لېري د دغه ښار په شمال ختیځ کې ده خو باغ پُل د ښار د لوېدیځ په ۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د راپورونو پر اساس په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي. په عین حال کې د فراه په مرکز کې خلک سخت يریشان شوي او نورو سیمو ته د تېښتې په لټه کې دي.
دا په داسي حال کې ده چې نن /یکشنبه/ د تخار والي وویل چې له کندوز ښاره تالقان ته ۵۰ زره کندوزیانو پناه وړې ده.
د تخار د والي په وینا د کندوز له جګړې تخار ته تښتېدلي خلک په خورا بد حالت کې دي.