تاند- افغان چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د طالبانو په حمله کې ۳۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع نن /پنجشنبه/ وویل، د خاک سفید ولسوالي د پولیسو پر پوستو پرون ماښام حملې پیل شوې او څه باندې ۴ ساعته یې دوام وکړ.

په کابل کې د ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم وویل، د خاک سفید د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عبدالجبار هم وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې پولیسو ته د مرګ ژوبلو له اړولو وروسته طالبان تښتېدلي خو ډېره وسله یې هم له ځان سره وړې ده.

ښاغلی صمیم وايي چې د طالبانو د حملې په ځواب کې د هغوی پر مورچو هوايی بمبارۍ شوي چې لږترلږه ۱۷ طالبان پکې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *