تاند- په فراه ولایت کې د ۳۸ تنو مړي، چې د ملي اردو د یوې څرخکې د لوېدو په پېښه کې مړه شوي وو، له موندل کېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د افغانستان په لوېدیځ کې ۲۰۷ ظفر قول اردو نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ۱۹ تنو نورو مړي یې هرات ولایت ته ولېږدول.
د ملي اردو یوه هیلي کوپتر د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه په داسې حال کې ولوېده چې د فراه ولایت له اناردرې ولسوالۍ د هرات شینډنډ ته روانه وه.
د تېر نوومبر په ۴ مه په فراه کې چارواکو وویل چې د لوېدلې څرخکې مړي طالبانو وړي او هغوی د هر مړي په بدل کې پیسې او دغه راز د کندهار د پخواني قوماندان جنرال رازق د قاتل مړی غواړي.
طالبانو همداراز ادعا وکړه چې دا هیلي کوپتر دوی ویشتی دی خو د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د طالبانو ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا څرخکه د زیات بار او د هوا د خرابوالي له کبله لوېدلې ده.
مخکې لږترلږه د ۱۱ تنو مړي موندل شوي وو خو اوس ظفر قول اردو وايي چې پاتې جسدونه یې له لېږدولو وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
دا قول اردو وايي چې مړي یې په اناردره ولسوالي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې موندلي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو په لړ کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي دي.
په څومره ناوړه بدبختی ګرفتار یو
ژوندی مو د عزت او آبرو او امنیت او هوساینی او نس موړنی څخه بې برخی دی
مړه بېچاره ګان مو هم د انسانی او ملی او فرهنګی او مذهبی او حتی حقوقی ښېګڼو څخه بې برخی دی
ودی سوځی په دواړه جهانه هغه څوک کوم چه پر موږ ددې غمیزی د ادامې د پلانونو په جوړولو لا هم بوخت دی
thats sad news keep updating more jobs thanks for sharing