ګزارش: ننګیالی محمدی- ازاد خبریال –

له یوه ځانګړی روزنیز پروګرام وروسته په فراه ولایت کې له مخدره توکو سره د مبارزې د خبریالانو یوه، اتیا کسیزه کمیته جوړه شوه.

د فراه ولایت د خبریالانو د اتحادیې مشر عبدالرحمن ژوندی وویل: د ۲۶ تنو ښځینه خبریالانو په ګډون د بیلابیلو رسنیو اتیا تنه خبریالانو ته د مخدره ټوکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ځانګړې روزنې ورکړل شوې.

ده وویل: یاد پروګرام د فراه د خبریالانو د ټولنې لخوا او د ((سیارې)) د موسسې په مرسته جوړ شوی و.

د دې روزنیز پروګرام ترینر(روزونکی) همایون ذهین وویل: د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د فراه ولایت خبریالان وروزل شي او بیا یوه کمیټه ترې جوړه شي چې په دې ولایت کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وویل: خبریالان د مخدره توکو په وړاندې په مبارزه کې په لومړي قطار کې قرار لري او که رسنۍ وغواړی کولای شی خپلې د ټولنې څخه دغه شومه پدیده ورکه کړي.

د دې ورکشاپ یوه ګډونوال او د فراه د ملی ټلویزیون خبریال نذیراحمد حیدری وویل: ((که څه هم ما مخکی له دی یو څو راپورونه د مخدره توکو په هکله خپلې رسنۍ ته جوړ کړی و، خو اوس چې مې په دې روزنیز پروګرام کې روزنه ولیدله په راتلونکی کې کولای شم چې ښه ښه ګزارشونه جوړ؛ اوس کولای شم چې حتی هره ورځ یوه نوې سوژه په دې هکله پیدا کړم.))

د دې پروګرام د ګډونوالو د فراغت سندونه نن د فراه ولایت د والی محمد آصف ننګ، د اطلاعاتو او کلتور مشر په حضور کې ورکړل شول.

اصف ننګ چې په دې وروستیو کې د فراه د والي په حیث ټاکل شوی دی، خبریالانو ته وعده ورکړه چې په فراه ولایت کې به یو (پرس کلب) هم جوړ کړي.

د ځايي چارواکو د مالوماتو له مخي اوس مهال په فراه ولایت کې تر ۴۵ زره زیات معتادان شته چې پنځه زره يې ښځينه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *