عبدالمجید فراهي –

دغه غونډه چې د فراه ولایت په لسګونو قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی و، د دغه ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه.

        د غونډې ګډونوالو د نظام څخه د خپل ملاتړ څرګندولو تر څنګ له محلي او مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې انکشافي پروژو ته پاملرنه وکړي.

د فراه د ښار یو تن قومي مشر او سوداګر علاوالدین په دې ولایت کې د اداري فساد پر وړاندې د حکومت مبارزه وستایله، خو زیاته یې کړه چې په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتیا لیدل کیږي. ( د اوسني والي په راتګ سره ډېر اصلاحات راغلي، د ګمرګ دوه مدیران د اداري فساد په اتهام له دندو ګوښه شول، چې ورسره د ګمرک عایدات له دوه چنده څخه زیات لوړ شوي. )

هغه زیاتوي، که محلي چارواکي د فساد پر وړاندې مبارزه نوره هم ګړندۍ کړي، نو له یوې خوا به د فساد مخنیوي وشي او له بله پلوه به د خلکو او نظام تر منځ شته واټن لاپسې راکم شي.

د فراه مرستیال والي حاجي یونس رسولي چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود د خلکو لخوا د نظام ملاتړ څرګندول د ستاینې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې ښه حکومتوالي د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

2هغه همدارنګه وویل، چې د نظام ټینګښت او اصلاح یوازې د حکومتونو نه، بلکې د ولس دنده هم ده او خلک باید د مخالفینو د ورانکارو فعالیتونو په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

مرستیال والي حاجي یونس رسولي د فساد او نورو ستونزو په مخنیوي کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د خپلو حکومتي مسوولینو سره مرسته وکړي.

د فراه دغه اوسیدونکو په داسې وخت کې د نظام پر ملاتړ غونډه جوړه کړې وه، چې د سیمې د اوسیدونکو په وینا طالبان ترې کله د عشر او ذکات او کله د مالیې په نامه په زور پیسې او غلې دانې اخلي، چې له امله یې د فراه د ډېرو سیمو اوسیدونکي تر پزې رسیدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *