تاند- په فراه ولایت کې دولتي سرچینې وايي چې د طالبانو د تېرې شپې په حملو کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د قلعه کاه د سیمې د پُشت کوه پر پوستې پراخې حملې وکړې.
سرچینې وايي، دولتي ځواکونو د کومکي ځواک غوښتنه وکړه خو مرسته ورونه رسېده چې په نتیجه کې یې لسګونه سرتېري شهیدان شول.
افغان چارواکي وايي چې د حملې په ځای کې ۶۰ تنه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای ول خو یوازې څو تنه یې توانېدلي چې ځانونه وژغوري، نور ټول وژل شوي دي.
دوی وايي چې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې څرګند نه دی.
وسله وال طالبان عموماً د خپلو کسانو د مرګ ژوبلو شمېر یا نه اعلانوي یا یې ډېر لږ ښيي.
دا په تېرو درو ورځو کې درېمه خونړۍ حمله ده چې وسله وال طالبان یې په اروزګان، غزني او فراه کې پر افغان امنیتي ځواکونو کوي.
په غزني کې ۲۲ طالبان ووژل شوي
د غزني ولایتي اداره وايي چې تېره شبه په هوايي حملو کې ۲۲ وسله وال طالبان ووژل شول.
د غزني د والي ویندوی محمد عراف نوري رسنیو ته وویل چې په دې بریدونو کې، چې په مالستان ولسوالي کې وشول، ۹ تنه نور طالبان ژوبل شوي دي.
نوري په عین حال کې وویل چې د غزني په نورو نښتو کې ۱۳ افغان سرتېري له طالبانو سره په نښته شهیدان شوي او ۵ ژوبل شوي دي.