تاند- یوې افغان مېرمنې، چې طالبانو یې زوی د دې په مخکې وژلی و، د خپل زوی په بدل کې تراوسه پوري ۲۵ طالبان وژلی دي.

دا فراه واله مېرمن وايي چې زوی یې په دغه ولایت کې د پولیسو د یوه کوچني ټولي مشر و.

له دې سره خپله لور او نږور په جګړه کې ملګروتوب کوي.

د دې په وینا په وروستۍ جګړه کې یې، چې ۷ ساعته یې دوام وکړ، ۲۵ طالبان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې د ښځو وسله واله مبارزه د طالبانو پر ضد د ستر ولسي پاڅون یو سمبول دی.

طالبان تر پولیسو هم له ولسي پاڅون کوونکو سره سخت چلن کوي. دې ډلې تل پر ولسي پاڅون کوونکو، چې اربکیان یې بولي او اکثره په سیمه ییزو پولیسو کې منسجم شوي، تر ټولو بې رحمه بریدونه کړي دي.

ویل کېږي چې د پکتیکا د یحیاخېلو د یکشنبې د مازدیګر د برید اصلي هدف هم سیمه ییزو پولیس ول.

طالبان د دې لپاره سیمه ییز پولیس یا اربکیان ځان ته زیات خطرناک ګڼي چې هغوی په کلیو کې د طالبانو مخه نیسي او طالب او غیرطالب په اسانه پېژني.

6 thoughts on “په فراه کې یوې ښځې د خپل زوی بدل له ۲۵ طالبانو اخیستی”
  1. هههههههههههههههههههههههههههههه
    عجیبه ډرامه غربي میډیا جوړه کړېده، طالبان یې ووژل، په دې پروپاګند باندي شوخند وهئ،نور مو له هر څه له لاسه ورکړي دي، ورکه ډنګ غرب پلوه میډیا

  2. Deer sha, Allah de Spian, BeGhairata Taliban che aos la Shazo sara jung kawee, Worak kre. Aw la Farah Muhtaram Amnia Qomandan sakha ghwaram che Da Gharaitee koranei da Talibano la Beghairata hamlo sakha wasatee.

  3. (SISTER);khury zhwand aw kamyabee dee lah khudaya ghwarem.

    long life and victory for this clever womens,we want long life for her and her family,
    government must support this family,thank you

  4. دغه ملی قهرمانه کورنۍ ټول ملت ته ډیر لوی دعبرت نه ډک درس دی او ټول بدی پوه شو چه به سوال زوند نه شوکولای همدغه د خلاصون لیارد ده

  5. وایم الله د داسو ښځو ته نور غیرت هم ورکړی چی ټول پردی پاله ، وطن خرڅوونکی، د پنجاب تور مخی مزدوران ، بیغرته کسان د دوزخ توری کندی ته ورولیږی. لعنت د وی په هغوی چی خپل بیګناه انسانان، مسلمانان او د هیواد مدافعین شهیدانوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *