1393/11/19
تېره ورځ ناوخته نامعلومو وسله والو د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اړوند د غزوني منځني ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی، خو له نېکه مرغه د ښوونځي ودانۍ ته ډېر زیان نه دی رسېدلی.
په پېښه کې د ښوونځي ځينې اداري اسناد سوځېدلي او اور د سیمې د خلکو له لوري پر وخت مهار او د ډېر زیان اوښتو مخه نیول شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري په داسې حال کې چې د غزوني منځني ښوونځي ته اور اچول په کلکه غندي د یاد ولایت له امنیتي ارګانونو په کلکه غواړي، چې د پېښې عاملین ژر تر ژر د قانون منګولو ته وسپاري. وزارت د سیمې له خلکو مننه کوي، چې ښوونځی یې له سوځېدو ژغورلی دی.
د پوهنې وزارت د هېواد له ټولو خلکو غواړي، چې د ښوونیزو اماکنو په خوندي ساتلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هېواد د بچیانو د روزنې مرکزونه پرانیستي وساتي.
د یادولو ده، چې د غزوني په منځني ښوونځي کې نژدې ۳۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت وو.