تاند- په فراه کې د ۳۰ تنو ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د څرنګوالي په اړه ضد و نقیض ادعاوې کېږي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې د فراه ولایت په بالابولوک ولسوالي کې ۸ تنه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې په یوه دښته کې پرې بمباري وشوه.
په دې پېښه کې ۲۲ نور ژوبل شوي او د روغتون مسوولان وايي چې ډېری ټپیان ماشومان دي.
د فراه روغتون ته رسول شوي ټپیان وايي چې پرون ماښام/جمعه/ په بالابلوک ولسوالي کې وروسته له دې پرې بمباري وشوه چې د طالبانو له لوري په زوره له کورونو وایستل شول.
خو د فراه د والي ویندوی وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په اېښودل شوي ماین وژل شوي دي.
د فراه امنیه قوماندان هم وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په اېښودل شوي ماین وژل شوي دي.
ده همداراز وویل چې بمبابري هم شوې خو په بمبارۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
هغوی نه دي ویلي چې طالبانو ولي له کورونو ایستلي دي.